د طالبانو ۱۵ کسیزه ډله سبا کابل ته راځي

خبریال وېب پاڼه/ د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په قطر کې د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویندوی سهیل شاهین هغه خبره رد کړه چې تېره شپه یې رسنیو ته ویلي وو؛ نن جمعه به د دوی یو ۱۵ کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راځي.

سهیل په خپل بیان کې ویلي وو چې دغه پلاوی به له دولت سره د بندیانو د خوشي کولو په تصدیق او تائیدۍ کې ونډه واخلي. د امنیت شورا ویاند په خپل لېږلي غږیز پیغام کې د ردولو څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی خو په ورته وخت کې د طالب جنګیالو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې سبا د شنبې ورځ به د دوی پلای کابل ته راځي او له دولت سره به د سلو بندیانو په خوشي کولو کې پر تخنیکي چارو کار وکړي.

ویل کېږي دا پلاوی به له کندهار او یو شمېر نور ولایتونو څخه کابل ته راځي.  وړمه ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل رسنیو ته ویلي وو چې دغه پلاوی به نن جمعه د مارچ میاشتې په ۲۷ مه نېټه کابل ته ځي او د بندیانو د خوشي کولو پروسه کې به له دولت سره خبرې وکړي او په وینا یې دا د بین الافغاني خبرو معنا په هېڅ صورت نه لري. یاد شوی ۱۵ کسیز ګروپ به د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مرسته سبا شنبه کابل ته راشي.

ویل کېږي دا پلاوی به بګرام ته ځي او د هغو بندیانو چې د مارچ په ۳۱ مه نېټه خوشي کېږي، تائیدي او تصدیق به یې کوي. حکومت هم مني چې سل کسه طالب بندیان به به د بشري خواخوږۍ او په مشروط ډول له زندانونو څخه خوشي کوي.

په ورته وخت کې د سولې چارو کې د دولت وزارت له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خپل ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ چې په کې د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی یې مشر، فاطمه ګیلاني، نادر نادري، عبدالمتین بېک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول طالب، حبیه سرابي، ډاکتر غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت االه بلیغ، باتور دوستم، کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور او ډاکتر امین الله احمدي د دغې ډلګۍ غړي دي.

د تېرې اونۍ په لړ کې دوه ځله د سولې په چارو کې د دولت او طالب مشرانو لخوا ویډیويي کانفرانس وشو چې د خبرو ټوله منځپانګه یې د بندیانو پر تبادله او خوشي کولو را څرخېدله. دوه ورځې وړاندې د چهارشنبې په ورځ د امریکایي او سره صلیب د استازو په وړاندې افغان حکومت او وسلوالو طالبانو د یوه ویډیویي کانفرانس له هلارې پرېکړه وکړه چې د مارچ په ۳۱ مه نېټه به لومړۍ دله طالبان چې شمېر به یې سلو ته رسېږي، له بند څخه خوشي کوي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو ویاند په خپلو خبرو کې د حکومت لخوا د ۱۰۰۰ زندانیانو ورلېږلی لېست هم ناقس بللی دی او وایي چې دولت دوی ته د هغو افسرانو او پوځیاو لېست لېږلی چې له داعش سره په جګړه کې وژل شوي دي.

دا چې ولې د طالبانو ۱۵ کسیز پلاوی نن کابل ته را نغی، اړوندو چارواکو څه نه دي ویلي. ټاکل شوې ده سبا د مارچ په ۲۸ مه نېټه په کابل کې پر تګ راتګ بندیز هم پلی شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More