The news is by your side.

ننګرهارۍ پېغلې د کرونا خلاف عامه پوهاوي ته راووتې

خبریال وېب پاڼه/ ننګرهار کې یو شمېر ښځینه مدني فعالانې له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب او مخنیوي په پار کور په کور عامه پوهاوی ورکوي.

د دې ښځینه مدني فعالانو مشره مقدسه احمدزۍ، د کرونا د مخنیوي په برخه کې د کور د مېرمنو رول اغېزمن بولي.

نوموړې وایي، د دې خطرناک ویروس په هکله باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي او دا د هر چا دنده ده، چې د ځان او کورنۍ له ساتنې وروسته نورو خلکو ته له دې ویروس د ځان ساتنې توصیه وکړي.

د ننګرهار د ښځینه مدني فعالانو له لوري د عامه پوهاوي کمپاین داسې مهال ترسره کیږي، چې نن په دې ولایت کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه.

د کرونا ناروغ چې د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکی دی، څو ورځې وړاتدې له حج عمرې نه راستون شوی.

په دې سره په ټول هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ٩٦ ته پورته شو، تر د دمه ترې درې تنه مړه شوي او څاور تنه نور بیا له درملنې وروسته رغېدلي او خپلو کورونو ته ستانه شوې دي.

 

هرات د افغانستان په کچه لومړنی ولایت دی، چې د کرونا یا کوېد_١٩ ویروس زیاتې مثبتې پېښې په کې ثبت شوي.

د کرونا ویروس له ګواښ د هېواد یو شمېر ولایتونه قرنطین شوي او د ګڼې ګوڼې او تګ را تګ پر ځایونو هم ګرځبندیز لګېدلی.

نن د کابینې له لوري په کابل ښار کې د ګرځبندیز طرحه تصویب شوه او ویل کیږي چې له مخې به یې کابل درې اوونۍ قرنطین او رخصت وي.

د نړۍ په کچه بیا د کرونا ویروس زیاتې مثبتې پېښې په امریکا کې ثبت شوي دي.

هغه شمېرې چې د امریکا جان هاپکنز پوهنتون خپرې کړي، په امریکا کې د کرونا ٨٥زره ٥سوه د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي او ١٣٠٠ تنه ترې مړه شوي دي.

اوس مهال په هېواد دننه کې د کرونا ویروس څخه د مخنیوي په پار عامه پوهاوي ته ډېره اړتیا لیدل کیږي، څو خلک د دې ویروس ګواښ ته متوجه شي او ځانونه وساتي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.