The news is by your side.

خلیلزاد او د امریکا سفارت له مرکچي پلاوي هرکلی وکړ

خبریال وېب پاڼه/د حکومت له خوا د سولې مذاکراتي ټیم څخه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا سفارت هرکلی وکړ.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره له جوړ شوي مرکچي پلاوي هرکلی کړی دی. نوموړي حکومت، سیاسي او د مدني ټولنو مشرانو د را ټولېدو په پار مبارکي ویلې ده او دا یې یو اغېزمن ګام بللی دی.

ښاغلی خلیلزاد زیاتوي چې دا پلاوی د ولس ریښتینی انځور او د ښځو د رغنده ونډې ښکارندویي کوي. ده همداراز ویلي چې دا یو غوره ګام دی چې د بین الافغاني مذاکراتو په لور مو ور نیږدې کوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفارت هم له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو له جوړ شوي پلاوي چې کشري یې د ملي امنیت پخوانی رییس کوي، هرکلی کړی دی. دوی پرون د جمعې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه یاد شوي پلاوي ته خوشبیني څرګنده کړه او دا یې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره یو ګټور ګام وباله.

د سولې چارو وزارت لخوا په خپور شوي نوملړ کې د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی مشر او فاطمه ګیلاني، نادر نادري، عبدالمتین بېک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول طالب، حبیه سرابي، ډاکتر غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت االه بلیغ، باتور دوستم، کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور او ډاکتر امین الله احمدي د دغې ډلګۍ غړي دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي سلام رحیمي وویل چې یاد پلاوی په پوره غور او ټولو اړخونو ته په کتو جوړ شوي دی. په ورته وخت کې ولسمشر غني هم د سولې مذاکراتي پلاوي پر ټولو غړو ټینګار کړی دی چې د یو ټول هې،ادني ارزښتونه او د موټي افغانستان دریځ په پام کې ونیسي او د هې،اد لپاره یوه عزتمنده سوله راوړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن شنبه به د عبدالحمید آخندزاده په مشرۍ چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له مخدره توکو سره د مبارزې وزیر ؤ، یو ۱۵ کسیز پلاوی کابل ته راشي او د طالبانو د ۱۰۰ بندیانو د خوشي کولو په لړۍ کې به له حکومت سره پر تخنیکي چارو کار وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو له مرکچي پلاوي هرکلی کوي، چې یو شمېر سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د حکومت لخوا اعلان شوی ۲۱ کسز پلاوی رد شوی او زیاته کړې یې ده چې دا پلاوی له طالبانو سره د خبرو او استدلال وړتیا نه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.