The news is by your side.

لغمان: د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې پاتې ولایت

خبریال وېب پاڼه/ له اور کم وروسته د لغمان ولایت امنیتي وضعیت هم ښه نه دی، د لغمان بد امنیتي وضیعت او په مهترلام ښار کې د نشه يي توکو پلور د دغه ولایت ولایتي شورا او ولسي خلک اندښمن کړي دي.

د لغمان ولایتي شورا رییس عتیق الله عبدالرحیمزی وايي، د ښار په منځ کې په ښکاره توګه نشه يي توکي پلورل کیږي خو تر دامهاله يې پولیسو مخه نه ده نیولي.

عبدالرحیمزی وایي، نه یوازې دا چې په دغه ولایت کې نشه يي توکي په ښکاره توګه پلورل کیږي، بلکې د وسله والو طالبانو سره د اورکم وروسته په علیشنګ او الینګار ولسوالیو کې نا امني زیاته شوې ده.

ولایتي شورا وایي، هر ورځ په دغې ولسوالیو کې جګړې وي او افغان ځواکونه تلفات ویني خو له مسؤولینو غوښتنه کوي چې دغې وضیعت ته جدي پاملرنه وکړي.

د لغمان ولایت اوسېدونکي هم د امنیتي حالت څخه رضایت نه لري، دوی وايي، چې سیمه اییز حکومت امنیت کې پاتې راغلی او د نشه يي توکو پر وړاندې یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

خو بل خوا بیا د لغمان امنیه قومندان وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې یې مبارزه پیل کړې، خو د امنیتي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، د لغمان والي اصف ننګ ټولو امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخه ونیسي او په دی برخه کې لاسته راوړني هم لري.

دولتزي د امنیتي وضیعت په اړه ډاډ ورکړ، زیاته يي کړه، چې امنیتي ساحه ورځ تر بلې پراخېدونکې ده او وضیعت ښه شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد له نا امنو ولایتونو تر ډېره د نشه یي توکو د کښت او قاچاق راپورونه تر لاسه کیږي.

هغه سیمې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، د نشه یي توکو د قاچاق ډېر خبرونه ترې تر لاسه کیږي، ځکه د نشه یي توکو په قاچاق کې طالبان هم لاس لري او له دې لارې خپل امکانات هم پوره کوي.

د تېرو کلونو په پرتله تر ډېره بریده د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه بریالۍ شوې او د کښت کچه یې هم را کمه شوې ده، خو بیا هم په نا امنو سیمو کې د نشه یي توکو د قاچاق خبرونه ډېر راپورته کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.