The news is by your side.

کندهاریان له تدبیر پر تقدیر ډېر باور لري

خبریال وېب پاڼه/ د کندهار ښار زیات شمېر اوسېدونکي د کرونا پر وړاندې عادي دي او د تدبير پر ځای یې پر تقدیر د باور تله درنه ده او د کرونا د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې نه مني.

دوی وایي، غربت اړ کړي، چې هره ورځ کار وکړي تر څو د ماښام لپاره ډوډۍ برابره کړي.

خو د عامې روغتیا مسؤولین د یاد ویروس پر وړاندې د خلکو بې تفاوتي د یوه لوی ناورین په معنا ګڼي.

کندهار کې تر اوسه د کرونا ویروس دوه مثبتې پېښې ثبت شوي او د سلو مشکوکو پېښو معاینات کابل ته لېږل شوې دي.

کرونا ویروس چې اوس د یوه نړيوال ناورین د رامنځته کېدو په خطر بدل شوی، خو کندهار کې د اړوند ارګانونو له لوري د کمزوري عامه پوهاوي له امله عام خلک د یاد ویروس د مخنيوي په موخه روغتیايي سپارښتنې نه مني.

د دغه ښار د اوسېدونکو زیاته برخه په دې باور ده، چې د تقدیر پرېکړې بدلېدونکي نه دي او پر تدبیر باور نه لري.

د دوی باور دادی، کوم څه چې پېښېدونکي دي، په ماسک، لاس وینځلو او نورو وقایوي کړنو یې مخنیوی نه شي کېدلی.

خو ځینې نور یې بیا د کرونا ویروس له خطرونو او مخنيوي په لارو چارو خبر دي، خو وايي، چې د بې وزلۍ له امله نه شي کولی، چې پر کور کښېني.

دوی اړ دي، چې هره ورځ د دغه ښار واټونو ته په کار پسې راووځي او د ماښام لپاره ډوډۍ پیدا کړي.

بل پلو د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب وايي، د عامه پوهاوي لپاره یې پلانونه جوړ کړي او د عملي کولو لپاره یې د حج او اوقافو د مسؤولینو او دیني علماؤو سره خبرې کړي دي.

د چارواکو په خبره، په ښار کې يې د نرخونو د کنټرول په موخه ځانګړې کمېټه جوړه کړې او اجازه نه ورکوي، چې تجاران دي احتکار وکړي.

په همدې حال کې د کندهار د عامې روغتیا رییس محمد طاووس اشرف نادري له مرکزي مسؤولينو څخه غوښتنه کوي، چې د یاد ویروس د تشخیص لپاره دې د ولایت په کچه لابراتوار ورکړل شي، تر څو د شکمنو پېښو په نتیجه کې ځنډ را نه شي.

نادري وايي تر اوسه یې مرکز کابل ته سل شکمنې پېښې ليږلي، خو له څو ورځني ځنډ سره سره یې نتیجې نه دي رارسېدلي.

کندهار کې د کرونا د دوو مثبتو پېښو په ثبتېدو سره د دغه ښار په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې تر نیمايي ډېرې لوړ شوي دي.

د دغه ښار اوسېدونکي له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د خپلو ديپلوماتيکو او سوداګریزو اړیکو په مټ دې له هېواد سره ټولې وارداتي لارې خلاصي کړي تر څو د لوږي له ناورین څخه وژغورل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.