The news is by your side.

کورونا، په هېواد او نړۍ کې وروستی حال

خبریال وېب پاڼه/د عامې روغتیا وزرات په هرات، فراه او غزني ولایتونو کې د کورونا ویروس د تازه ۱۴ مثبتو پېښو خبر ورکوي.

د یاد وزارت ویاند وحید الله مایار رسنیو ته وویل چې په دې کې ۱۱ پېښې په هرات، ۲ په فراه او یوه یې په غزني ولایت کې ثبت شوې ده. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا پېښې په داسې مهال ثبت کېږي چې تازه پرون جمعه کابینې په کابل ښار کې پر ګرځېدو د محدودیت طرحه تصویب او اړوندو وزارتونو ته یې سپارښتنه وکړه چې عملي یې کړي.

دې سره په ټوال هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۱۰۶ ته ورسېدې، چې د بهرنیو ځواکونو له څلورو مثبتو پېښو سره یې شمېر ۱۱۰ ته رسېږي.

ښاغلی مایار زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لابراتوارونو ته ۵۳ نمونې راوړل شوې وې چې له ډلې یې همدا ۱۴ مثبتې را وتلې دي. دی وایي چې د غزني ناروغ تازه له ایران نه راغلی دی. تر دې مهاله د کورونا له امله دری کسان وژ شوي، څلور ورڅخه بېرته جوړ شوي دي او پاتې ۹۹ ناروغان تر درملنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې کویډاـ۱۹ په نړۍ کې په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی. تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ایټالیا کې کابو ۹۶۹ کسان وژل شوي چې د دغه هېواد د قربانیانو عمومي شمېر ۹۱۳۴ کسانو ته ورسېد. دا په نړۍ کې تر بل  هر هېواد زیاته قرباني ده. هخوا په امریکا کې هم دا ویروس په ډېره چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او تر دې مهاله یې ۱۷۴۴ کسان وژلي او تر ۱۰۴ زره زیات کسان پرې اخته دي. تېره ورځ ټرمپ د چین له ولسمشر شي جېنګ پېنګ سره ټلیفوني خبرې وکړې او د کورونا لپاره یې ګډې مبارزې ته را وباله.

په اروپا کې له ایټالیا وروسته اسپانیا د کویډاـ۱۹ ناروغۍ ته زیاته قرانۍ ورکړې ده چې یوازې په تېره شپه او ورځ کې یې د دغه هېواد ۷۶۹ وګړي وژلي دي. تېره ورځ د اروپا پر لویه وچه د بریتانیا د لومړي وزیر پر کورونا د اخته کېدو خبر هم ورکړل شو.

په چین کې هم له څه مودې را هیسې د کورونا مثبتې پېښې کمې او یا له نشت سره مخ وې خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ نوې مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي.

ایټالیا، اسپانیا، چین، ایران، امریکا، فرانسه او بریتانیا هغه هېوادونه دي چې د کورونا لپاره یې تر نورو هې،ادونو زیاته قرباني ورکړې ده.

پرون د جمعې په ورځ حکومت په کابل ښار کې د ګرځبندیر طرحه هم تصویب کړه چې له مخې به یې په کابل ښار کې له خوراکه پلورنځیو، درملتونونو، نانواییو او یو شمېر نورو د اړتیا وړ توکو د ترلاسه کولو ځایونو پرته پر نورو چارو د دریو اونیو لپاره بندیز ولګېد.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.