The news is by your side.

زابلۍ مېرمنې د کرونا پر ضد خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي

زابلۍ مېرمنې د کرونا پر ضد خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي

وروسته له هغې چې هېواد کې د کرونا ویروس څو نوې پېښې ثبت شوې، په کور دننه یې اندېښنې راپور ته کړي. هېواد کې چې د کرونا پېښو په ډېرښت اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، زابل کې میرمنو په دې برخه کې عامه پوهاوی پیل کړی دی.

زابلۍ میرمني ښار او هره کوڅه کې ګرځي او د کرونا پر ضد خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.

میرمني وايي، موخه يې خلکو ته د ياد وايروس په اړه مالومات رسول او وقايوي لارې چارې ښودل دي.

پر همدې مهال د دغه ولایت یو شمېر نور اوسېدونکي له خلکو غواړي چې کرونا جدي ونیسي او روغتیايي لارښوني عملي کړي.

تر دې مخکې په يو شمېر نورو ولايتونو کې دغه ډول کمپاينونه د ځوانانو، بنسټونو، مدني فعالانو، دولتي چارواکي او روغتيايي مسؤلينو لخوا ترسره شوي دي.

کرونا ویروس چې په ډېرې چټکۍ لسګونو هېوادونو کې خپور شو، له امله یې ګڼو هېوادونو خپل منځي تګ – راتګ بند کړی او په کور دننه یې پر ډله ییزې ټولېدنې بندیزونه لګولي دي.

یادونې وړ ده چې د نړۍ په کچه بیا د کرونا ویروس زیاتې مثبتې پېښې په امریکا کې ثبت شوي دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې کرونا ویروس د چټکې پراختیا په حال کې دی. د جان هاپکینز پوهنتون د تازه معلوماتو له مخې تر دې

دمه په امریکا کې ۱۰۰ زره او ۷۱۷ کسه په کرونا اخته شوي دي. همدا راز د مړو شمېر ۱۵۴۴ ته رسېدلی دی. په امریکا کې د

جمعې له ورځې راهیسې په کرونا د اخته کسانو شمېر په حیرانوونکې توګه د ډېرېدو په حال کې دی. د امریکا په ډېره ګڼه ګوڼه

لرونکو ښارونو لکه، نیویارک، کلیفورنیا او نورو کې د مثبتو پېښو شمېر تر ټولو ډېر دی. امریکايي چارواکي وایي چې د ازمویښتي

پروسو په اسانۍ او دغه راز طبي وسایلو او مرکزونو ته په اسانه لاسرسي ښايي لا ډېرې مثبتې پېښې ثبت شي. امریکا دمګړۍ د

نړۍ په کچه په کرونا د اخته کسانو تر ټولو لوړه شمېره لري. په ورته وخت کې د کرونا د اقتصادي زیانونو د مخنيوي په موخه

امریکا ۲ تریلیونه او ۲۰۰ میلیارده ډالر بودیجه هم تصویب کړې ده.

په دغه ویروس ډېر شمېر ناروغان د چین او روغتیا د نړیوال سازمان په لابراتوارونو کې کتل شوي دي. متخصصینو دا ویروس د

کرونا له کورنۍ بللی دی.

تراوسه د کرونا شپږ ډولونه پیژندل شوي وو چې د دغه ویروس په دې نوي ډول یې ټول شمېر اتو ته لوړیږي.

کرونا د ویروسونو په لویه کورنۍ کې راځي چې د معمولي زکام نه نیولې آن د ( سارس) ناروغیو لامل ګرځي.

په ۲۰۰۲ کال کې په چین کې په سارس ناروغۍ له ۸ زرو ډير کسان اخته شول او په ټوله نړۍ کې ۷ سوه او ۷۴ کسان مړه کړل.

څیړنې ښيي چې د دغه ویروس جنیتیکی کودونه له سارس ویروس سره ډير نیژدې والی لري.

 

هېواد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.