طالبانو د خپل ۱۵ کسیز پلوي نوملړ خپور کړ

خبریال وېب پاڼه/د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره هغه لېست شریک کړی چې ټاکل شوې ده نن کابل ته د بندیانو د خوشي کولو د تصدیق لپاره راشي.

نن شنبې د روانې مارچ میاشتې په ۲۸ مه نېټه د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د عبدالحمید آخندزاده په مشرۍ د خپلو ۱۵ مشرانو نوملړ له رسنیو سره شریک کړ. په دې پلاوي کې له مشرتابه عبدالحمید آخندزاده سربېره چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزیر ؤ، مولوي ضیاء الدین واقف، قاري عبدالقدیر، مولوي عبدالظاهر نعمان، مولوي عبدالفتاح، ملا محمد ابراهیم، مولوي عبدالهادي، قاري عبدالله، ملا عطامحمد، مولوي صدیق الله خبیب، ملا عبدالله آخند، حافظ ذاکرالله، مولوي محمد نصرت، ذبیح الله او محمد نسیم د دې ډلګۍ غړي دي.

ویل کېږي دا پلاوی به له کندهار او یو شمېر نور ولایتونو څخه کابل ته راځي.  وړمه ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل رسنیو ته ویلي وو چې دغه پلاوی به نن جمعه د مارچ میاشتې په ۲۷ مه نېټه کابل ته ځي چې بیا ذبیح الله مجاهد کابل ته د دې کسانو راتګ د نن شنبې ورځې لپاره تائید کړ. دوی به د بندیانو د خوشي کولو پروسه کې له دولت سره خبرې وکړي خو د طالب ویندویانو په وینا دا به د بین الافغاني خبرو معنا و نه لري. یاد شوی ۱۵ کسیز ګروپ به د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مرسته کابل ته راشي.

ویل کېږي دا پلاوی به بګرام ته ځي او د هغو بندیانو چې د مارچ په ۳۱ مه نېټه خوشي کېږي، تائیدي او تصدیق به یې کوي. حکومت هم مني چې سل کسه طالب بندیان به به د بشري خواخوږۍ او په مشروط ډول له زندانونو څخه خوشي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د سولې په چارو کې د دولت وزارت له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خپل ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ چې په کې د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی یې مشر، فاطمه ګیلاني، نادر نادري، عبدالمتین بېک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول طالب، حبیه سرابي، ډاکتر غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت االه بلیغ، باتور دوستم، کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور او ډاکتر امین الله احمدي د دغې ډلګۍ غړي دي.

تمه ده په نیږدې راتلونکي کې بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي. افغانان د تېرو دوو لسیزو جګړو نه ستړي شوي دي او هیله لري چې هېواد ته به یوه تلپاتې سوله راشي. یو شمېر سیاسي شنونکي هم د وسلوالو طالبانو په دریځ کې د نسبي نرمښت لپاره هیله مند دي او زیاتوي چې اوس طالبانو هم د ۹۰ مې لسیزې فکر نه لري او تمه ده چې ډېر ژر به له حکومت سره د سولې مداکراتو پر مېز کېني.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More