The news is by your side.

ننګرهار: بې وزلو لپاره د کرونا فنډ مرستندویه صندوق پرانیستل شو

خبریال وېب پاڼه/ ننګرهار کې د بې وزلو او اړمنو کورنیو سره د مرستو لپاره د کرونا فنډ په نوم مرستندویه صندوق پرانیستل شو.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په نوښت بې وزلو او اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره یاد صندوق پرانیستل شو.

له کرونا فنډ مرستندویه صندوق سره لومړنۍ مرسته د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وکړه، چې په دې توګه یې د خپلې یوې میاشت معاش او کورنیو له لوري راټول شوي ٥٣٠٠ ډالر مرسته وکړه.

د دې صندوق د مرستو ټولولو او چمتو کولو مسؤولین وایي، له دې صندوق سره د نورو مرستو راټولولو لپاره به بانکي حسابونه هم پرانیستل شي.

په ننګرهار کې د بې وزلو او اړمنو کورنیو سره د مرستو لپاره کرونا فنډ مرستندویه صندوق داسې مهال پرانیستل کیږي، چې له څو ورځو راهیسې دا ولایت قرنطین شوی، د ګڼې ګوڼي او تګ را تګ پر ځایونو بندیز لګېدلی او ورسره جوخت د هټۍ والو له لوري بیې پورته شوې دي.

که څه هم د ننګرهار ولایتي ادارې د هټۍ والو د احتکار پر وړاندې اقدام وکړ او د بیو لوړولو له کبله یې یو شمېر هټۍ وتړلې، خو بیا هم ځایي خلک شکایت کوي چې لا هم د خوراکي او لومړنیو د اړتیا وړ توکو بیې اسمان ته ختلي.

له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب او مخنیوي لپاره د هېواد یو شمېر لوی ولایتونه قرنطین شوي.

د پلازمېنې کابل د ګرځبندیز طرحه چې پرون(جمعه وري ٨مه) د کابینې له لوري تصویب شوه، خو نن هم کابل ښاریان په ښار کې ازاد تګ راتګ کوي.

په ورته مهال په یو شمېر سیمو کې د مدني فعالانو له لوري هم، د کرونا ویروس په خلاف کور پر کور عامه پوهاوی پیل شوی او دوی ټینګار کوي، چې په دې اړه باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي، تر څو د کرونا ویروس ګواښ ته متوجه شي او ځانونه وساتي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.