The news is by your side.

طالبانو د حکومت مرکچي پلاوی رد کړ

خبریال وېب پاڼه/د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل یوه تازه خپاره کړي بیان کې د حکومت لخوا اعلان شوی مذاکراتي بلاوی رد کړی دی.

څو شېبې وړاندې د طالب اورپکو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دولت لخوا اعلان شوی مرکچي پلاوی دوی ته د منلو وړ نه دی. مجاهد زیاتوي چې دوی له امریکایي لوري سره هوکړه کړې وه چې حکومت به د نورو افغانانو په شان د یوه جهت په توګه له دوی سره په مذاکراتو کې ګډون کوي نه د یوه حکومت په توګه.

دوی وړاندې په خپله خبرپاڼه کې زیاتوي چې که افغان حکومت غواړي یوې تلپاتې سولې ته ورسېږو، په کار ده چې یوه با صلاحیته پلاوی چې په وینا یې له ټولو جهتونو څخه را منځته شوی وي، جوړ کړي. د طالب اورپکو ویاند وایي چې له اوسني اعلان شوي لېست نه ډېری جهتونونه راضي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د سولې په چارو کې د دولت وزارت لخوا د معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسیز مرکچي پلاوی اعلان شو. په دغه مرکچي پلاوي کې له معصوم ستانکزی پرته چې د دغې پلاوي مشري کوي، فاطمه ګیلاني، نادر نادري، عبدالمتین بېک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول طالب، حبیه سرابي، ډاکتر غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت االه بلیغ، باتور دوستم، کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور او ډاکتر امین الله احمدي هم د غړو په توګه اعلان شوي وو.

د افغان کشالې د حل لپاره له تېرو څو کلونو را هیسې په کور د ننه، سیمه او نړۍ کې هڅې روانې دي، چې تېره میاشت په دوحه کې د امریکا او طالب مشرانو تر منځ لومړنۍ توافقنامه لاسلیک شوه. د دغې هوکړه لیک پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د ۳۰ هېوادونو استازو ګډون درلود. د هوکړه لیک یوه برخه د دولت د ۱۰۰۰ بندیانو په بدل کې د طالب اورپکو د ۵۰۰۰ بندیانو خوشي کول راغلي وو چې افغان ولسمشر هم په مشرط ډول دا شرط ومانه خو زیاته یې کړه چې طالبان به په خپل تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي. د امریکا او وسلوالو طالبانو په هوکړه کې یو بنسټیز ټکی له افغان دولت سره د طالبانو مخامخ خبرې وې.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر افغان حکومت نیوکه کړې وه چې له طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي په جوړولو کې پاتې راغلی دی خو ولسمشر غني بیا د یادې برخې ځند د کورونا پر وړاندې مبارزه کې د حکومت بوختیاوې ګڼي.

تر دې دمه حکومت، امریکا او په افغان سولې کې ښکېلو لوریو کوم غبرګون ښودالی نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance