هلمند د کرونا ویروس سره راګیر دی
خبریال وېب پاڼه/ هلمند ولایت سر له سبا د دوه اوونیو لپاره قرنطین کیږي.
په هلمند ولایت کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د ولسمشر په فرمان چې د هلمند ولایت امنیې قومندانۍ ته یې د وې تي سي غونډې له لارې لارښوونه کړې وه، د دوو اونیو لپاره به د هلمند ولایت لښکرګاه ښار او اړوندو ولسوالیو ځینې ځایونه قرنطین کیږي.
د هلمند ولایت لښکرګاه ښار او اړوند ولسوالۍ به د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره قرنطین کیږي تر څو دغه ویروس نورو ولایتونو ته سرایت ونه کړي.
د هلمند والي محمد یاسین خان د یوه مطبوعاتي ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل، چې تر دامهال ټول هېواد کې ۱۰۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او د دې ولایت ګاونډ کې هم د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي، نو هلمند په سره کرښه کې راګیر دی او د ولسمشر په فرمان یې یوه طرحه جوړه کړې تر څو دغه ښار له کرونا ویروس څخه په امان کې وي.
د هلمند ښاروال انجنیر عصمت الله صمدي د یاد کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وویل، د قرنطین کړنلاره د کړنلارې له مخې، یوشمېر ملکي، دولتي ادارو غیری خدماتي برخې، د ګڼې ګوڼي او تګ راتګ ځایونه او ځینې نورې ساحې چې خلک تري ډېره ګټه پورته کوي او سره را غونډیږي باید وتړل شي.
صمدي وایي امنیتي ادارې مکلفې دي، تر څو هغه کسان چې سرغړونه کوي قانوني چلند ورسره وکړي.
هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې ټول کسان مؤظف شوي ترڅو اړوند ګامونه پورته کړي او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
د لښکرګاه ښاروال زیاتوي یو شمېر ډلې مؤظفې شوي ترڅو ټرانسپورټي خدماتو کې خلکو ته لاښه اسانتیاوې برابرې کړي او روغتیایي ډلې به نوي کسان چې ښار ته را داخلیږي معاینه کوي، ترڅو د پلټنو پرمهال په کرونا ککړ کسانو څارنه ترسره شي او د دې ناروغۍ د سرایت مخنیوی وشي.
د هلمند د لښکر ګاه ښار او یو شمېر ولسوالیو د قرنطین کېدو څخه د هلمند ولایت اوسېدونکي هرکلی کوي او وایي، چې سیمه اییز حکومت باید په دغه دوو اوونیو کې بې وزلو او اړمنو خلکو سره مرستې وکړي.
تراوسه په ټول هېواد کې د کرونا ناروغۍ له امله شاوخوا ۱۱۰مثبتې پېښې ثبت شوي او ٣ تنو د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
تر اوسه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶ لکه انسانان په دی ناروغۍ اخته شوي دي، چې تر ۲۰ زرو زیاتو یې خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
په ورته مهال، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په نوښت د بې وزلو او اړمنو کورنیو سره د مرستو لپاره، د کرونا فنډ مرستندویه صندوق په خپل یو میاشتني معاش او د کورنۍ د غړو څخه د راټولو کړو ٥٣٠٠ ډالرو په مرستې پرانیست.
د کرونا فنډ مرستندویه صندوق سره د سوداګرۍ خونې بېلابېلو سوداګرو له لوري ۹۶ زره او شپږ سوه امریکایي ډالر مرسته وشوه.
په یادې مرستې سره د صندوق بودیجه ۱۰۱۹۰۰ امریکایي ډالر او سل زره افغانیو ته لوړه شوه.
بل خوا بیا د ترانسپورټ وزارت په تازه اعلامیه کې په مرکز او ولايتونو کې ټولو ټرانسپورټي شرکتونو ته خبر ورکړی:
چې د کرونا ويروس سره د مبارزې اضطراري کمېټې له خوا د وړاندې شوې طرحې او د افغانستان د کابينې د تصويب په اساس سر له شنبې د کابل ښار کې د تګ راتګ او همدارنګه د کابل څخه ولايتونو ته او د ولايتونو څخه کابل ته د مسافرو د تګ راتګ او ټول دولتي او خصوصي ښاري بسونه او نور هغه وسايط چې له څلورو څخه ډېر مسافر انتقالوي تر امر ثاني پورې د تګ راتګ او فعاليت اجازه نه لري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.