The news is by your side.

طالب مشرانو اعلان وکړ چې اوسنی نظام باید ړنګ شي

خبریال ویب پاڼه / وسله والو طالبانو اعلان وکړ چې اوسنی نظام باید ړنګ او پر ځای یې « اسلامي ‌امارت»‌ راشي .

د طالبانو د جلب او جزب کمېسیون مشر او د کوټې شوراغړی ملا عبدالکبیر وايي‌ چې طالبانو ته په هیڅ ډول دافغانسان اوسنی نظام د منلو وړ نه دی او باید ړنګ او پر ځای یې طالبي نظام امارت راشي‌.

نوموړي ‌دا خبري‌ په پاکستان کې د طالب قوماندانانو غونډي ‌ته وکړې او د مسجد له ملایانو او طالب قوماندانانو یې وغوښتل چې دا خبره د هر افغان تر غوږه ورسوي .

د ملا عبدالکبیر د وینا د متن یوه برخه :‌

بل لورته د طالبانو بل مشر د کوټي ‌شورا او د قطر د مذاکراتي ‌ټیم غړی ملا فاضل اخوند وايي ‌چې امریکایان به په بشپړه توګه له افغانستان نه وزي‌؛ نوموړي ‌دا خبره کوي ‌چې د امریکا یانو سره پر شوي ‌تړون یې له شیخ هیبت الله نه هم اجازت او موافقه اخیستې ده .

ملا فاضل اخوند چې په دې وروستیو کې د قطر د دفتر ویاند سوهیل شاهین سره د پاکستان سفر درلود طالب قوماندانانو ته د یوې وینا پرمهال ؛ طالب قوماندانان د افغان حکومت خلاف جګړې ته را وپارول او له دوی نه یې د اتفاق غوښتنه وکړه .‌

ملا فاضل هم وايي‌ چې دافغانستان حکومت به ړنګېږي‌او پر ځای به یې د طالبانو اسلامي‌امارت راځي‌.

ملا فاضل هم د ولسمشر غني په څېر د خپلې وینا په وروستیو کې یوه سره کرښه وکښله او ویې ویل چې دافغانستان حکومت به په هر حالت کې له منځه ځي‌.

د ملا فاضل د وینا غږیز متن :‌

نور طالب قواندانان هم د افغانسان د حکومت د ړنګېدو خبره کوي‌او وايي‌ چې لمړی باید زندانیان راخوشي‌او بیا باید د افغانستان حکومت ړنګ کړل شي‌.

خبریال ویب پاڼې ته د طالبانو د کوټي ‌شورا د غړو له لوري ‌په رالیږل شویو تلیفوني‌ پیغاونو کې ټول طالب قوماندانان د زندانیانو تر خلاصون وروسته یوې بلي ‌جګړې ته د تیاري‌ په هڅه کې دي .‌

طالب مشر د کوټي ‌شورا له نورو غړو سره تر غوندي‌ وروسته وايي‌ :‌

طالبانو په داسي ‌وخت کې دافغانستان د حکومت ړنګولو ته لیڅي ‌رانغښتې دي ‌چې د ولسمشر غني ‌حکومت تر بل هر وخت په کور دننه او بهر له سختو فشارونو سره مخ دی .

په کابل کې ډېری د چارو کارپوهان په دې نظر دي ‌چې ولسمشر غني ‌باندي ‌راڅرخېدلې کړۍ اشرف غني ‌ته دقیق معلومات نه ورکوي ‌او دا علت دی چې نوموړی د حکومت په اداري ‌چارو کې تر بل هر وخت سخت را ګیر دی.

طالبانو وروسته له هغه په پاکستان کې په ښکاره د افغان حکومت خلاف غونډي ‌پیل کړې چې د روان کال د فبروري‌ پر ۲۹ نېټه په قطر کې د طالبانو او امریکا یانو ترمنځ د سولي ‌تړون لاس لیک شو .

طالبانو له امریکا یانو سره تر تړون وروسته پر افغان امنیتي‌ ځواکونو بریدونه زیات کړل او هڅه یې وکړه چې په جګړه کې د ښکیلو طالبانو مورال قوي‌ او د افغان امنیتي ځواکونو مورال کمزوری کړي .

طالبان په تبلیغاتو کې هم څو قدمه تر افغان حکومت وړاندي‌ دي‌؛‌خو د دوی مینځ کې ستونزه داده چې تبلیغاتي ټیم یې خپل منځي‌اختلافات لري‌او د خپلو نورو مشرانو ځیني ‌پټې خبري ‌هم د بیلا بیلو رسنبو پر لاس رسنیزي‌ کوي چې له هم دې کبله  د طالبانو تبلیغاتي ‌ټیم یا مطبوعاتي ‌کمېسیون مشران هم له اختلافاتو او انتقاداتو سره مخامخ دي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance