The news is by your side.

کرونا, په نړۍ کې له ٣٠ زرو کسانو ژوند واخیست

خبریال وېب پاڼه/ په نړۍ کې تر دې هماله کرونا یا کوېد ١٩ ویروس د ٣٠ زرو کسانو ژوند واخیست.

کرونا اوس مهال له جګړې هم په ډېر خطرناکې وسیلې بدله شوې.

کرونا ویروس سره له دې چې د زرګونو خلکو ژوند یې واخیست، په یو بشري ناورین بدله شوه، ورسره جوخت یې نړۍ له اقتصادي بحران سره هم مخ کړې.

هغه هېوادونه چې په زیاته کچه د کرونا ویروس مثبتې پېښې لري، د اقتصاد سمه نیمه برخه یې د کرونا ویروس پر وړاندې پر مبارزې مصرف کیږي.

په نړۍ کې بیا له کرونا ویروس د اغېزمنو کسانو شمېر تر ٦ لکو ٦٣زره او ٧٤٠ رسیږي.

دې سره جوخت، هغه کسان چې دې ویروس ته یې ماته ورکړې او رغېدلي، شمېر یې ١ لک، ٤٢ زره او ١٨٣ اوښتی.

د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر په امریکا کې خورا پورته دی، له دې وروسته په ترتیب سره، په اېټالیا، هسپانیا، جرمني، فرانسه او ایران کې له کرونا ویروس د مړو او اغېزمنو شمېر د نورو هېوادونو په پرتله ډېر لوړ دی.

افغانستان کې هم تر دې مهاله د اخته کسانو شمېر له سلو اوښتی، درې تنه ترې مړه شوي او له شپږو ډېر ترې رغېدلي او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوې دي.

افغانستان کې د کرونا یروس سره هم مهاله د خوراکي او لومړمنیو اړتیا وړ توکو بیې هم لوړې شوې دي، که څه هم حکومت په کابل او نورو ولایتونو کې پر وړاندې اقدام وکړ، خو لا هم ځایي خلک شکایت لري، چې د توکو بیې تر اسمانه ختلي.

بل لور په ننګرهار کې د بې وزلو او اړمنو خلکو سره د مرستو لپاره د کرونا فنډ مرستندویه صندوق پرانیستل شو.

د افغانستان یو شمېر لوی او واړه ښارونه قرنطین شوي، د ګڼې ګوڼي او تګ راتګ پر ځایونو ګرځبندیز لګېدلی.

د افغانستان حکومت په ډېرو کمو امکاناتو هم تر بل هر وخت ځان د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې ته چمتو ښیي او په دې لړ کې یې ډېر اغېزمن اقدامات هم کړي، خو له هېواد والو غواړي، چې روغتیایي او وقایوي لارښوونې تطبیق کړي.

دافغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، که هېواد وال د ځان خیال ونه ساتي، نو امکان لري، چې د افغانستان سم نیم نفوس پر دې بد ویروس اخته شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.