The news is by your side.

تر ټولو امن ولایت (بامیان) هم د وحشي جګړو ښکار شو

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان په مرکز کې پروت تر ټولو امن ولایت (بامیان) کې د پرونیو بمي چاودنو له امله د شهیدو شویو او ټپیانو شمېر ۷۳ کسانو ته ورسېد.

د  د بامیان د عامې روغتیا رییس علي اقا ایوب ناصري وايي، د یادو چاودنو له امله د شهیدو شویو کسانو شمېر پنځلسو او د ټپیانو ۵۸ تنو ته رسېدلی دی.

هغه زیاتوي، د پېښې اکثره قربانیان ملکي وګړي دي او ښايي د مرګ ژوبلې ارقام تر دې هم لوړ شي.

پېښه تېره ورځ مازدیګر څلور بجې او څلوېښت دقیقې د بامیان په بازار د بامیان ولایت په بازار کې رامنځته شوه.

د کورنيو چارو وزارت وياند، طارق آرین، په يوه خبري اعلاميه کې ويلي دي چې چاوديدونکي مواد د باميان بازار د انصاف مارکيټ مخې ته ځای پر ځای شوي ول.

ولسمشر محمداشرف غني دا چاودنې غندلي او زیاته کړې یې ده، چې طالبان او نورې تروریستي ډلې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره پر ملکي وګړو بریدونه کوي او عام المنفعه تاسیساتو ته زیان رسوي.

که څه هم وسله والو طالبانو ویلي چې دوی په بامیانو کې په دې بمي چاودنو کې لاس نه لري، خو حکومتي چارواکي یې د طالبانو کار بولي.

باميان د افغانستان په مرکز کې پروت يو تر ټولو امن ولایت دی چې دا ډول ډير تلفات درلودونکې چاودنې پکې مخکې نه دي رامنځ ته شوي.

د بامیان په څېر د هېواد په امنو ولایتونو کې دا ډول چاودنې ښيي چې طالبان یې مسوولیت هم پر غاړه نه اخلي، د راتلونکي لپاره د افغانانو اندېښنې زیاتوي، ځکه کله چې طالبان د دې ډول حملو پړه پر غاړه وانخلي، بیا نو څوک دا بریدونه کوي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تر سولې وروسته د ثبات څه تضمین موجود دی؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.