The news is by your side.

“د سولې احتمالي هوکړې په صورت کې د افغان مېرمنو حقونه قرباني کېدو سره مخ دي”

خبریال وېبپاڼه/ د بښنې نړیوال سازمان وايي، دمګړۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې کېدو په صورت کې د افغان مېرمنو حقونه له خطر سره مخامخ دي.

دوی زیاتوي، د افغان سولې پروسه کې باید د افغان مېرمنو پر حقونو هیڅ ډول معامله ونه شي او په خبره یې، دغه اداره افغانستان کې د ښځو د حقونو له مدافعینو سره ګډ کار کوي، تر څو د ښځو حقونه خوندي وساتي.

د امنسټي انټرنېشنل د جنوبي اسیا کمپاینرې سمیرا حمیدي ویلي، چې له دې ګډ کاره یې موخه د افغان مېرمنو سره د نړۍوالې ټولنې ملاتړ څرګندول دي، تر څو د سولې روان بهیر کې د ښځو پر حقونو معامله ونه شي.

په جینوا کې د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰م په کنفرانس کې ګڼو هېوادونو او ادارو له افغانستان سره د څو میلیاردو ډالرو مرستې د اعلان تر څنګ یو شمېر اندېښنې هم مطرح کړې، چې له طالبانو سره تر احتمالي هوکړې وروسته د ښځو د حقونو په اړه وه.

ځينو اندېښنه څرګنده کړه چې لا هم په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او ټینګار یې وکړ چې تر سولې وروسته باید دغو حقونو ته جدي پاملرنه وشي.

بل خوا څو ورځې وړاندې یو شمطر پکتیاوالو مېرمنو د سولې پروسه کې خپلې ورکې ونډې پسې غږ پورته کړ او له افغان حکومته یې وغوښتل چې بین الافغاني خبرو کې دې د پرېکړې نیولو رول ورکړل شي.

دوی دې ته په اشارې چې د سولې بین الافغاني خبرو کې د طالبانو مرکچي پلاوي کې هیڅ ښځه نشته، له طالب ډلې هم وغوښتل چې د سولې روانه پروسه کې د هغوی رول ته پاملرنه وکړي او د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په شان د ښځو د حقونو احترام وکړي.

د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني د افغانستان په اړه جنیوا کنفرانس کې وویل، چې طالبان لا هم د ښځو حقونو ته احترام نه لري او ناقص العقلې یې بولي.

رولا غني زیاته کړه، افغانې مېرنې د هغې سولې ملاتړ کوي، چې پکې د ښځو حقونه او اتلس کلنې لاسته راوړنې خوندي وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي هم د سولې روانه پروسه کې د ښځو پر پراخ حضور ټینګار کړی وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance