The news is by your side.

کندهارۍ مېرمنې: که د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم نه شي، ژوند مو سختېږي

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار د ښځو چارو ریاست وايي، د ۱۳۹۹ کال له پیله تر اوسه یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۸ پېښې ثبت کړې دي، چې زیاتره یې د کورني تاوتریخوالي دي.

د کندهار د ښځو چارو رییسې رقیې اڅکزۍ خبریال وېبپاڼې ته وویل، دوی هڅه کوي چې د عاه پوهاوي له لارې په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې راکمې کړي او په وینا یې، په همدې موخه یې د سږ کال په جریان کې ۱۲۰۰ کسانو ته عامه پوهاوی ورکړی دی.

اڅکزۍ زیاتوي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې ثبت شوې قضیې څېړلي یې دي.

 که څه هم د کندهار د ښځو چارو ریاست د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د له منځه وړلو په برخه د لاسته راوړنو خبره کوي، خولا هم د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې مېرمنې له کورني تاوتریخوالي شکایت کوي او وایي که مسوولې ادارې ورته پام ونه کړي، ژوند به یې نور هم سخت شي.

دوی د ښځو چارو پر ریاست او نورو اړونده ادارو نیوکه کوي، چې هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو ارقام راټولوي، خو څيړي یې نه.
د دوی په وینا، که د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین مجازات شي، اوسنی تاوتریخوالی را کمیدای شي.

ناټو وايي، افغانستان د ښځو لپاره خطرناک ځای دی

کلونو کېږي چې افغان حکومت او نړۍواله ټولنه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو هڅې کوي، خو لا هم په دې هېواد کې هر کال د ښځو د زورزیاتي زرګونه پېښې  ثبتېږي.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه هېواد د ښځو لپاره یو خطرناک ځای دی.

دوی غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جرایمو معافیت باید پای ته ورسیږي او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هڅې باید چټکې شي.

بل خوا د ښځو چارو وزارت ویلي، سږ کال د ښځو په وړاندې د تېر کال پرتله شل فیصده تاوتریخوالی زیات شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.