The news is by your side.

افغان حکومت د امریکا خلاف: د سولې خبرو کې پرمختګ نشته

خبریال وېبپاڼه/ افغان حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د څرګندونو، چې ګواکې په دوحه کې د افغان سولې خبرو کې پرمختګ شوی، خلاف ویلي، چې د سولې خبرو کې هیڅ پرمختګ نشته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دوې ورځې وړاندې په دوحه کې له طالبانو او افغان مذاکراتي ټیم سره سره تر کتنې وروسته وویل، چې د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

پمپیو زیاته کړه، چې دواړه لوري یې د سولې په برخه کې لا زیات پرمختګ ته هڅولي او د سفر اصلي موخه یې هم همدا وه.

بل خوا افغان مذاکراتي پلاوی هم ویلي و چې پمپیو ته یې د طالبانو له تاوتریخوالي شکایت کړی، خو طالبان ویلي وو چې له پمپیو سره په کتنه کې یې د دوحې د هوکړې پر عملي کېدو او له تور لېسته د طالب مشرانو پر ایستلو او د ژمنو پر عملي کېدو بحث او خبرې کړې دي.

د دې هر څه خلاف نن د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د افغان سولې خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

هغه زیاته کړه، په دوحه کې د بین الافغاني خبرو بندښت لا هم پر خپل ځای دی او په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او د طالبانو غوښتنې د اساسي قانون خلاف دي.

هغه دغه راز د  ژنیو کنفرانس ته په اشارې وویل، چې یاده ناسته کې نړیوالې ټولنې په یوه خوله د طالبانو لخوا تاتریخوالی محکوم کړ او هېواد کې یې د جګړې پر پایته رسولو ټینګار کړی دی.

صدیقي څرګنده کړې، افغان دولت تل د سولې لپاره چمتو دی، خو طالبانو د جګړې په دوام سره وښوده چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ورته هیڅ ارزښت نه لري.

 د هغه په وینا، طالبان باید هوښیار شي او د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي.

د افغان سولې خبرو په اړه د امریکا او افغان حکومت برعکس څرګندونې ښيي چې ټوله لوبه د بهرنیو په لاس کې ده او هر څه د خارجیانو په فشار او غوښتنو مخته ځي.

کله چې لوبه د بهرنیانو د فشار او غوښتنو پر اساس مخته ولاړه شي، افغاني لوري هم هیڅ مثبت ګام نه اخلي، چې دا چاره ستونزې لا ډېرولی شي او ښايي ژر مطلوبه نتیجه په لاس رانه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance