The news is by your side.

د ټلوالې د غړو‌ سره د صالح ټکر په پښتنو کې د محبوبیت هڅه

خبریال وېبپاڼه/ په دې ورځو کې د ولسمشر غني د لومړي مرستيال امرالله صالح او د جمعیت اسلامي ګوند د اجرائي ريس عطا محمد نور ترمنځ تودې ناندرۍ روانې دي، د صالح لاس يوازې د عطامحمد نور سره نه دی لګېدلی بلکې د جمعیت ګوند ته وفادار د ولسي جرګې له ريس مير رحمان رحماني سره یې هم په ښکاره وکړ رامنځته شوی.

خو ايا د هرڅه همغسې دي لکه څنګه چې په ښکاره باندې یې موږ او تاسې وينو، که د پردې شاته بل څه روان دي.

امرالله صالح په پښتنو کې
د امرالله صالح وروستي دريځونه دې ته ورته دي چې سړی پدې هڅه کې دی چې د ځان لپاره پښتانه طرفدار زيات کړي او ځان په پښتنو کې محبوب کړي‌، که نه دا تمه هسې خيال دی چې صالح دې د جمعيت ګوند او خپلو پخوانیو يارانو سره لاره بېله کړي، دوی که د ورځې هرڅومره جلا جلا وي خو بېګاه ته ټول په یوه ځای کې راټولېږي.

امرالله صالح تراوسه ددې پوښتنې ځواب نه دی ورکړی، چې پرون همده ولسمشر غني معتصب، خاين او فاسد باله، غني څه وکړل چې اوس نه معتصب دی نه خاين دی او هم مفسد دی، موږ ته ښکاري چې غني خاص بدلون نه دي کړي، خو صالح د ځينو موخو لپاره د غني سره يو ځای کار قبول کړی.

د ټلوالې خوی یو دی
د شمالي ټلوالې غړي داسې دي چې کوم منصب نلري، نفوذ نلري ټول اواز يې دا دی چې دوی جنګ کړی او اوس باید دوی ته دولت وسپارل شي، صالح هم بل کوم استدلال نلري.

د جمعیت ګوند د غړو يو خوی ګډ دی دوی ټول پوهېږي چې ددوی غوښتنې نامشروع دي، پدې پوهېږي چې وطن په نازک حالت کې دی همدا د فرصت وخت دی، له همدې کبله په هره جبهه کې کې وي د شپې بيا په يوه ځاي راغونډېږي.

د بلخ والي عطا محمد نور تر ډېره د عبدالله عبدالله څخه خفه و خو تېره ورځ دواړه په یوه مېز ناست و او مهمانۍ یې وهلې، صالح هم تر نور بدل نه دی.

صالح ټلوالې ته ژمن دی
صالح همدا اوس د ولسمشر غني په وړاندې دا خبره په ښکاره کوي چې دی د‌ مسعود په لار روان دی، موږ ټول پوهېږو چې د مسعود لاره کومه لاره ده، خو توپير دادی چې اوس د ولسمشر قبله هم بدله ده، اوس هغه ته هم عبدالعلي او مسعود حضرات بولي.

عطا محمد نور او مير رحمان رحماني دواړه د مسعود تګلاري دي، صالح هم همغه موخې لري، نو بيا په څه ددوی سره دومره وران شي، حقيقت دادی چې دوی ټول د يوې ډلې دي، صرف اوس د پخوا په نسبت د هوښیارو تګلارو کار اخلي، اوس دوی غواړي په څو جبهو کې کار وکړي، اوس دوی د پښتنو د ذهنیت غله دی او پلان لري دا ځل د پښتنو د ځمکو او چوکيو سره سره د هغوي ذهنیت هم برمته کړي او خپله واکمني د لسیزو لپاره وغځوي.

دوی د پښتنو د ذهنیت غله دي
پښتنو تر ننه پورې د هېڅ ملي شخص چې د هر ټبر څخه وی په ټوله کې مخالفت نه دی کړی، چې ملي فکر ولري که تاجک وي که د هر قوم د پښتنو لپاره منلی دی، صالح پدې پوه شوی دی چې پښتانه صرف ملي اشخاص خوښوي ځکه يې اوس د ملي اشخاصو پېښې شروع کړې دي، صالح په ريښه کې د جمعیت له ګوند او تګلارې بېل نه دی، هغه هر ډول ډراماتیک بدلون په ډېره سپينه سترګۍ سره کولی شي.

صالح پوهېږي چې د جمعیت د ګوند په جامه کې په پښتنو باندې ځان نشي منلی، له همدې کبله جامه يې د جمعیت لرې کړې ده، خبرې یې بدلې کړې دي خو عمل او د پردې شاته چې څه تېرېږي هغه بیا د صالح لپاره بدلول ګران دي.

د صالح او عطا نور ترمنځ روانې ناندرۍ يوه نمايشي بڼه لري، دا صرف د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي، د پردې شاته بېرته تر دوی خواږه دوستان نشته دي، که نه دوی په حقیقت کې د يو بل دومره رازونه لري چې يو یې هم د يو بل دښمنۍ ته نشي ټينګولی، د صالح سره د عطا نور سوانح پراته دي او د عطا نور سره د صالح، دوی به هېڅکله يو په بل هيڅ وار ونکړي، بلکې د موږ او پيشو لوبه به کوي.

دا کيسه داسې ده لکه د ايران او امريکا، امریکا عرب لوشي او وېروي يې چې د ايران څخه مو موږ ساتو، که ايران په سيمه کې نه وي امريکا په سيمه کې ځاي نلري، همداسې ايران هم د امريکا د دښمنۍ په پلمه هره ورځ خپل شعيه ایزم پراخوي او ځان د امریکا ترټولو ستر دښمن بولي.

صالح او د ټلوالې د ځینې غړو ناندرۍ همداسې دي، دوی صرف د يو بل د تقابل څخه ګټه پورته کوي او نیت لري پښتون قوم پدې سره وغلوي او قانع یې کړي چې د ټلوالې ځینې غړي هم د افغانستان واقعي خواخوږي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.