The news is by your side.

ترافیکي پېښو کې تر ۱۸۰ زیات کسان وژل شوي‌

خبريال وېب پاڼه /د مرکز کابل ښار د ترافیکو مدیریت وايې چې په تيرو اتو مياشتو د کابل دننه او مرکز سره په تړلو لويو لارو کې ٤٠٢ ترافيکي پېښې رامنځ ته شوي چې په ترڅ کې يې څه باندې ١٨٢ ملکي وګړو خپل ژوند دلاسه ورکړى او ٦٠٢ نور ملکي وګړي پکې ژوبل شوي دي.

د کابل_کندهار او کابل_جلال آباد لويې لارې د هيواد يو له خطرناک ترین لويو لارو څخه دي چې زياتې ترافيکي پېښې پکې رامنځ‌ته کيږى.

محمد عارف جلالي، د هرات ولایت حوزوې روغتون سرطبيب وايې د روان کال له لومړيو تراوسه د ترافيکي پېښو له امله ٦٠٩٠ تنه زخميان او ١١٨ تنه شهيدان حوزوې روغتون ته وړل شوي.

د زابل ولايتي روغتون سرطبيب نظير احمد حريفال وايې په

تيرو اتو مياشتو کې ١٥٠ ترافيکي پېښو له امله سلګونه قربانيان ياد روغتون ته وړل شوي دي.

ښاغلى حريفال وايې دلته خلک ترافيکي اصول نه مراعتوي زموږ له حکومت غوښتنه ده هغه اشخاص چې جواز نه لري بايد د موټر چلولو اجازه ورنکړل شي او يا هم ژر تر ژره جواز واخلي.

په هيواد کې د معياري سړکونو نشتوالي، د ترافیکي اشارو نشتوالي، د ترافيکي قوانینو نه مراعتول، او د خلکو بى پروايي د ترافيکي پېښو اصلي لامل بلل کېږي.

د يادولو وړ ده چې د وسله والو طالبانو لخوا په دي وروستيو کې د سلګونه کيلومتره لويو لارو له امله هم ګڼ شمېر ترافيکي پېښې رامنځته شوې او خلک يې د ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړي چې هيوادوال ورته انديښمن دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.