مک ډانل ايکس ايف-٨٥ ګابلين جنګي الوتکه.

خبريال وېب پاڼه / دوهمه نړيواله جګړه چې شپږ کاله او يوه ورځ يې دوام وکړ د نړۍ په تاريخ کې له وحشت ډکه او يوه توره شپه بلل شوي چې د ١٩٣٩ز کال د سپټمر په لومړۍ نېټه پيل او د ١٩٤٥ز کال د سپټمر په دوهمه نېټه پاي ته ورسيده ميليونونه انسانان پکې ووژل شول او ميليونونه نور پکې بيا سخت ډول معلول او معيوب شول.

د شميرو له مخې د دوهمې نړیوالې جګړې ترپایه څلورويشت ميليونه د بيلا بيلو هيوادونو پوځيان او نهه څلويښت ميليونه خلک په وحشتناک ډول ووژل شول.
دوهمې نړیوالې جګړې نړۍ په کنډوالې بدله کړه نړيوال اقتصاد يې وځپلو بى کاري ورځ تر بلې زياتيده خلک د ډيرو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

خو، قدرت لرونکې هيوادونه د نړيوال واک د ترلاسه کولو په هڅه کې ول چې له جملې څخه يې اوسنۍ جرمني(المان) زيات کوښښ کوو چې په سيمې او نړۍ واک ترلاسه کړي د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال د المان ولسمشر اودلف هټلر شعار دا وو (د نن المان د سبا جهان) هټلر په دي هڅه کې وو چې اول بايد اروپا تر خپل کنټرول لاندې راولي هغه په دي پوهيده که چېرې اروپا تر خپل کنټرول لاندې راولي نو په نړۍ به يو ستر واک حاصل کړي خو، له دى هر څه سره بيا هم هټلر ونه توانېد چې نړیوال واک ترلاسه کړي.

امریکا چې اوس مهال د نړۍ يو له قدرت لرونکو هيوادونو څخه ده د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال يې زيات شمير پوځي تاسیسات جوړ کړل او د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال يې زيات شمير خونړي بریدونه ترسره کړل ترڅنګ يې په جاپان هيواد اټومي برید هم ترسره کړ چې زيات شمير جاپانيان پکې ووژل شول او زيات شمير نور يې بيا معلول او معيوب شول.

د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د مک ډانل په نوم يوې امريکايي کمپنۍ د آيکس آف-٨٥ يوه ستره جنګي الوتکه جوړه کړه نوموړي الوتکې خپل لومړني پرواز د ١٩٤٨ز کال د اګسټ په درويشتمه وکړ چې سخت نړیوال غبرګونه يې راوپارول نړيوالو دا الوتکه د يوې بلې خونړۍ جګړې پيل ګاڼه خو د نړيوالو په هلوځلو په ١٩٤٩ز کال کې ددي الوتکې په الوتنه بنديز ولګول شو.

د يادولو وړ ده چې مک ډانل ايکس ايف-٨٥ ګابلين جنګي الوتکه د امریکا په جنګي الوتکو کې يو له مهمو الوتکو بلل کیږي خو د نړوال بنديز له امله يې الوتنه نه کيږى.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More