منظور پښتین؛ غورځنګ د افغانستان د پښتنو هم دی
خبريال وېبپاڼه/ منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر يو له هغه کسانو څخه دی چې د ژوند له ډېرو لوړو ژورو تېر او ددې ټولو په وړاندې يې خپله سينه پراخه کړې ده، پښتين په دې وروستيو کې د رسنیو سره تازه مرکه کړې چې د خپل ژوند او مبارزې په هکله يې ډیر څه ويلي دي، موږ به په دې ليکنه کې د پښتين د مرکې خلاصه تاسې ته وړاندې کړو.
پښتين وايي چې د هر پښتون غوندې د يو عالم ستونزو سره يې ښوونځي او پوهنتون ولوست خو ددوی ژوند په خپله سيمه کې ښه نشو، يوه ورځ به چېرته جسد پروت و، بله ورځ به پاکستاني پوځ حمله کړې وه د چا کور د چا دوکان به یې وران کړي و، ژوند مو دغسې د وحشت د تيارو لاندې روان و.
پښتين ژوند مو تريخ و
منظور پښتين وايي چې په وزيرستان کې يې ژوند تريخ و، د يوې خوا په سيمه کې د کار او شغل هېڅ درک نه و د بلې خوا به د دهشتګردو دهشت و او ترڅنګ به يېد سرکار شدت.
تر ټولو زيات مې د تاريخ کتابونه لوستل
منظور پښتین پخپله مرکه کې د مطالعې په هکله وايی چې پلار به یې د تنخوا او مصرف څخه په اضافه روپیو دوی ته کتابونه رانيول، د پښتين په خبره پلار به یې دوی ته ويل چې د نصاب کتابونه لولي خو ده به تل هڅه کوله چې د تاريخ کتابونه ولولي، پښتین وايي چې ارام به ولاړم او د کتابونو د المارۍ څخه به مې د تاريخ کتاب راواخيست او بدون له دې چې ورڅخه ستړی شم نو د تاريخ مطالعه به مې کوله.
د هخوا پښتانو لپاره ګوندي سياست نه کوو
منظور پښتین پخپله دې مرکه کې د خبريال هغه پوښتنې ته هغه ځواب ورکړ چې د ګوندي يا پارلماني سياست په هکله ورڅخه وشوه، د پښتین څخه پوښتنه دا وه چې ولې دوی هم د یو سياسي ګوند جوړښت نه نيسي.
پښتین ددې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دوی يوازې په پښتونخوا او وزيرستان کې محدود نه دي، بلکې مينه وال یې د ټولې نړۍ پښتانه دي، پښتون وويل چې د پخوا پښتنو چې مطلب يې افغانستان و ددې حرکت سره مينه او ملاتړ ډېر زيات دی، نو که دوی د پاکستان د يو سياسي ګوند جوړښت غوره کړي بیا به نور پښتانه ورڅخه ساړه شي.
منظور پښتین په ښکاره د افغانانو ملاتړ وکړ او ځان يې د هغوی يوه برخه وګاڼه، ده وويل چې دا تحريک يوازې د يوې سيمې د پښتنو نه دی، بلکې زموږ دروازې ټولو پښتنو ته د تل لپاره خلاصې دي.
د نظر اختلاف بېل او د حرکت دننه بېل دی
د پښتين څخه دا پوښتنه هم وشوه چې ویل کېږی د پښتون ژغورنې غورځنګ دننه اختلافات موجود دي، پښتين ددې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د غورځنګ دننه هېڅ ډول اختلاف نشته، د وګړو ترمنځ د نظر اختلاف د غورځنګ په کارونو کې نه ګډوو او په غورځنګ کې هېڅ ډول اختلاف شتون نلري.
څه موده مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتنو ځینې دښمنانو په رسنیو کې دا اوازه اچولې وه چې ګواکی په پښتون ژغورنې غورځنګ کې په لوړه کچه اختلافات رامنځته شوي دي، خو وروسته هم د غورځنګ غړو دا خبره رد کړه او هم غورځنګ چې نوې غونډه وکړه نو ښکاره شوه چې هېڅ ډول اختلاف شتون نلري.
موږ به ولسي حرکت پاتې کېږو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وويل چې دوی د ګوندونو سره هېڅ ډول اختلاف نلري، ډېر کله د بېلابېلو ګوندونو غړي ددوی غونډو ته راځي، خو دوی نیت لري چې پي ټي اېم د یو ولسي غورځنګ په شکل وساتي او د پارلماني سياست او ګوندونو په جوړښت کې به رانشي.
پښتین دا هم وویل چې دوی تيار دي د پښتنو او نورو ګوندونو سره ګډ کار وکړي، هر هغه څوک چې د ظلم په خلاف وی او یاد پښتون انسان د ښه ژوند لپاره اواز پورته کوي نو دوی يې ملاتړ ته تیار دي خو پخپله به د پښتون ولس خدمت د غورځنګ په ډول کوي.
د پښتنو دا غورځنګ په داسې حال کې د پرمختګ په حال کې دی چې په وړاندې یې ګڼ خنډونه لري، د پاکستان د حکومت استخباراتي کړۍ هڅه کوي ددې غورځنګ بنياد وباسي، ضعيف یې وښيي خو ددوی هره دسیسه ناکامه کېژي، د پاکستان استخباراتي اداره د رسنیو له لارې په بېلابېلو اشخاصو د فشار له لارې او د پي ټي اېم د ملاتړو د نيولو او شهيد کولو له لارې په دوی فشار راوړي او غورځنګ د خپلې موخې راوګرځوي، خو هر کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا جلسه وکړي نو د پخوا څخه پکې ډېرو خلکو ګډون کړی وي او دا هغه څه دی چې د پاکستان په پوځي ادارو لاره ورکه کړي.
پښتانه يې په ننګ ولاړ دي
لر او بر پښتنو پښتین يوازې نه دی پرېښی، د پښتنو کلک ملاتړ ددې سبب شوی دی چې د پاکستان د پوځي چارواکو څخه لاره ورکه شي، ځکه کومه د فشار لار چې دوی ټاکي بېرته معکوسه پايله ورکوي، ان اوس د پاکستان د حکومت ځينې پخواني ملاتړي هم د پښتون ملاتړ کوي، ځکه پښتین د پاکستان د پوځ نقاب ورو ورو ورڅخه لرې کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.