The news is by your side.

د ويټامين سي هراړخيزه پېژندنه او ګټې

خبريال وېبپاڼه/ ويټامين سي يو له هغو ويټامينو څخه دی چې تر ټولو ډېر پیژندل کېږي او ترټولو زيات کارول کېږي، په ځانګړي ډول دغه ويټامين د ژمي د موسمي ناروغيو د مخنيوي لپاره ډېر زيات کارول کېږي، مګر په اصل کې ويټامين سي بدن ته ډېرې زياتې ګټې لري، په دې ليکنه کې ويټامين سي څه شی دی، په بدن کې یې دنده څه ده؟ ګټې يې کومې دي او په کومو توکو کې موندل کېږي؟ پوښتنې ځوابوو.

ويټامين سي د ډېری خلکو لخوا پيژندل کېږي او په لوړه کچه کارول کېږي، ډېری حيوانات پخپل بدن کې پخپله کولی شي ويټامين سي تولید کړي، مګر انسان نشي کولی دغه ويټامين پخپله بدن کې پخپله تولید کړي له همدې کبله مجبور دی دغه وېټامين له بهر څخه يانې له نورو مېوو او دانو ترلاسه کړي.

ويټامين سي بلکې له هغو ويټامينو څخه دی چې تر ټولو ډېر پیژندل کېږي او ترټولو زيات کارول کېږي، په ځانګړي ډول دغه ويټامين د ژمي د موسمي ناروغيو د مخنيوي لپاره ډېر زيات کارول کېږي، مګر په اصل کې ويټامين سي بدن ته ډېرې زياتې ګټې لري، په دې ليکنه کې ويټامين سي څه شی دی، په بدن کې یې دنده څه ده؟ ګټې يې کومې دي او په کومو توکو کې موندل کېږي؟ پوښتنې ځوابوو.

ويټامين سي د ډېری خلکو لخوا پيژندل کېږي او په لوړه کچه کارول کېږي، ډېری حيوانات پخپل بدن کې پخپله کولی شي ويټامين سي تولید کړي، مګر انسان نشي کولی دغه ويټامين پخپله بدن کې پخپله تولید کړي له همدې کبله مجبور دی دغه وېټامين له بهر څخه يانې له نورو مېوو او دانو ترلاسه کړي.

ويټامين سي ترټولو ډېر په تازه مېوو او سبزيجاتو کې موندل کېږي
مالټې، لېمو، ګریپ فروت، کينو، ګلپي، شفتالو، ګشنيز، شلغم، ځمکني توت، انه ناس، تازه فاصليه، پياز، کچالو او کيوي ترټولو زيات ويټامين سي لري.

ددې لپاره چې بدن مو منظم خپل کار وکړي پکار ده په منظم ډول ويټامين سي ترلاسه کړي، ځکه د ويټامين سي کم والی ځينو ناروغيو ته دعوت ورکوي.
په بدن کې د ويټامين سي کم والی تر ډېره ناسمې تغذیې، شراب څښلو، زياتو اندېښنو، سېګرېټو او د پښتورګو د ناروغيو له کبله پيدا کېږي.

د ويټامين سي کم والی
تر ډېره د وېښتانو د تويېدو، د وینې کم والي، د پوزې د وینې کېدو، د غاښونو د ضعيف کېدو، د بدن د بندونو د درد، بې شيمه ګۍ، د پوستکي د وچ والي، د مېتابوليزم د ورو والي سبب کېدی شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance