The news is by your side.

اروپايي ټولنه: د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام هیچا ته د منلو نه دی

خبریال ویبپاڼه/ اروپايي ټولنه وايي، طالبانو د سولې بین الافغاني خبرو اترو سربېره جګړې ته دوام ورکړی دی چې دا هیچا ته د منلو وړ نه ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالد کوبیا ویلي، د جینوا کنفرانس له لارې له افغانستان سره د دوی مرستې د سولې خبرو کې له پرمختګ سره تړلې دي او په وینا یې، دې هېواد کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو وړ نه ده.

ښاغلي کوبیا د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې د سولې خبرو کې یوې هوکړې ته ورسېږي او پر اوربند موافقه وکړي.

د هغه په وینا، دوی ته د سولې خبرې نه، د خبرو پایله مهمه ده او د همدې پایلې پر اساس به دوی تصمیم نیسي.

اروپايي ټولنې دغه راز وايي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو پرېکړه کې بېړه شوې او امریکا باید مسوولانه چلند وکړي.

اروپايي ټولنه په داسې حال کې د تاوتریخوالي په دوام اندېښنه ښيي چې تېره ورځ افغان حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خلاف څرګنده کړه چې د سولې خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تېره ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، په دوحه کې د بین الافغاني خبرو بندښت لا هم پر خپل ځای دی او په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او د طالبانو غوښتنې د اساسي قانون خلاف دي.

هغه زیاته کړه، چې د جینوا کنفرانس کې نړیوالې ټولنې په یوه خوله د طالبانو لخوا تاتریخوالی محکوم کړ او هېواد کې یې د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی، خو په وینا یې، طالبانو د جګړې په دوام سره وښوده چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ورته هیڅ ارزښت نه لري.

بل خوا څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې له طالبانو او افغان مذاکراتي ټیم سره سره تر کتنې وروسته وویل، چې د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

پمپیو زیاته کړه، چې دواړه لوري یې د سولې په برخه کې لا زیات پرمختګ ته هڅولي او د سفر اصلي موخه یې هم همدا وه.

د وسله والو طالبانو لخوا د جګړې دوام، د سولې خبرو کې د پرمختګ په اړه د افغان حکومت او امریکا مخالفې څرګندونې دا اندېښنې راپیدا کوي، چې د پردې تر شا کیسه ټوله د فشار او د بهرنیو د غوښتنو پر اساس مخته وړل کېږي او تر هغو به جګړه پای ونه مومي چې بهرنیان په ځانګړي ډول امریکا له دې خبرو خپل امتیاز ترلاسه نه کړي، ځکه له امتیاز پرته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل خپله د هغوی په زیان ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.