The news is by your side.

د چین ولسمشر جو بایډن ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړه

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فدرال ادارې د پرېکړې پر اساس په رسمي توګه منتخب ولسمشر جو بایډن ته د واک د لېږد سره موافقه وکړه، د چین ولسمشر شي جین پېنګ جو بایډن ته ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړ.

د راپورونو له مخې، شي جین پېنګ جو بایډن ته په استول شوي پیغام کې هیله څرګنده کړې چې چین او امریکا د نړۍوالې ټولنې له هیلو سره سمې او د دواړو هېوادونو له منافعو سره همغږې اړیکې ولري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت مخکې جوبایډن ته مبارکي ورکړې وه؛ خو د چین ولسمشر تر اوسه انتظار و، ځکه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ لاهم د ټاکنو پر پایلو انتقاد درلود او محکمو ته یې مخه کړې وه.

د چین او امریکا اړیکې

د دونالد ټرمپ په څلور کلنه دوره کې د واشنګټن او بیجینګ اړیکې د تیرو څو لسیزو په پرتله په ډیر خطرناک وضعیت کې شوې چې د سوداګریزو موضوعاتو څخه نیولې تر تکنالوژۍ، هانګ کانګ او کروناویروس پورې مسایلو باندې مناقشې په کې شاملې دي.

پوتین لا جوبایډن ته مبارکي نه ده ورکړې

شي جین پېنګ د نړۍ له مهمو مشرانو څخه وروستی یو دی چې بایډن ته‌ یې مبارکي ورکړه، خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر اوسه مبارکي نه ‌ده ورکړې.

 پوتين ویلي، جوبايډن د امريکا د نوي ولسمشر په توګه نه مني او له همدې امله يې تر اوسه مبارکي هم نه ده ورکړې.

هغه زیاته کړې، نوی امريکايي ولسمشر به هغه وخت مني چې د هغه مخالفه ډله هم ورسره خپله ماتې ومني.

د پوتين په خبره، هر څوک چې د امريکا د خلکو له خوا وټاکل شي، دی ورسره همکاري کوي، خو تر اوسه جو بايډن د ولسمشر په توګه نه مني.

ټرمپ د فدرال ادارې د پرېکړې پر اساس د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول اجازه ورکړه چې د بایډن ادارې ته دې واک انتقال شي.

د ډسمبر په ۱۴مه به د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ رسمي نتیجه اعلان شي او بیا به نوی منتخب ولسمشر جو بایډن د جنوري په ۲۱مه د لوړې مراسم ترسره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.