The news is by your side.

ايران کې په افغان کډوالو سيمي کارت پلورل هم بند شول

خبريال وېبپاڼه/ ايران يو له هغه هېودانو څخه دی چې پکې زيات افغان کډوال ژوند کوي، د کډوالۍ د نورو ستونزو ترڅنګ دغلته اوس افغان کډوال شکايت کوي او وايي چې اوس ورته سيمي کارت هم نه ورکول کېږي.

په ايران کې مېشت افغان کډوال د يو لړ سختو شرايطو سره مخ دي، اوس چې په ايران کې ډیری کارونه برېښنايي شوي دي د مثال په ډول د ښار په اوتوبوس کې د سفر يا يو د ځای څخه بل ځاي ته د تګ لپاره مجبور برېښنایي کارت وکارول شي، چې افغان کډوال دغه کارت نلري، دا کارت هغه مهال ترلاسه کېدی شي چې يا يو کس په بانک کې حساب ولري او يا نور قانوني اسناد چې افغانان یې يوه ته هم لاسرسی نلري.

د زده کړو ستونزه
لکه څنګه چې د کورونا ويروس له کبله زموږ پخپل ګران هېواد افغانستان کې هم ښوونځي او پوهنتونونه يا رخصت کېږي او يا هم خپلې چارې د انټرنټ له لارې په مخ وړي په ايران کې هم ډېری زده کوونکي د انټرنټ له لارې خپلې زده کړې څاري، خو د افغان کډوالو ستونزه په ایران کې داده چې دوی د انټرنټ لپاره سيمي کارت ته اړتیا لري او د ايران حکومت داسې قوانين وضع کړي چې د هغوی په بنسټ د مخابراتي شرکتونو څانګې په افغان کډوالو سيمي کارت نه پلوري.

ايا ايران په شعوري ډول افغان کډوال یې تعلیمه پرېږدي
ايران په زرګونه افغان کډوال د خپلو غیرې مشروع موخو لپاره کاروي، ددې هېواد حکومت افغان کډوال د خپلو نيابتي جګړو لپاره نورو هېوادونو لکه سوريې او عراق ته لېږي، دوی افغان کډوالو ته دا وعده ورکوي چې د جګړې وروسته به دوی ته د ايران تابعیت ورکوي، حال دا چې د نړيوالو قوانينو په بنسټ یو ستر جنايت دی، د ايران حکومت نه يوازې چې دا جنايت ترسره کوي بلکې همدا پاسپورټ او د ایران تابعیت هم بېرته جنګ ته لېږدول شویو کډوالو ته نه ورکوي ځکه د هغوي مطلب اکثریت په جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د پور تشریح څخه مطلب دا و چې دا واضح شي چې ايران هڅه کوي په دې هېواد کې مېشت افغان کډوال د تعليم څخه محروم کړي ځکه یې تعليمه کس ددوی تر با تعليمه کس ډېر په درد خوري، دوی هغه کس په ډېره ساده ګۍ جګړې او خشونت ته راضي کولی شي چې تعليم یې نه وي کړی.

په ايران کې د افغان کډوالو لپاره ترټولو ستونزمن کار د درس ويل دي، په دې هېواد کې ډېر محدود شمېر افغان کډوال زده کړې وي، هغوی هم په هغه بنسټونو کې زده کړې کوي چې د افغانانو له لوري حمايه کېږي که نه ددې هېواد په قاموس کې د افغان کډوال لپاره درس ويل هېڅ ځای نلري.

کډوال د افغانستان زخمي ګوته
د افغانستان په وړاندې د کډوالو کارونه د کوربه هېوادونو له لوري نوې خبره نه ده، دا د افغانستان ترټولو ستره د ضعف نقطه ده، دا په دې سبب په وایم چې ګواکي د افغانستان حکومتونه دې په کډوالو دردېلي وي او په کډوالو د فشار له کبله يې دې د ګاونډیو هېوادونو کومه غوښتنه منلي وي، له دې مې موخه داده چې ګاونډي هېوادونه افغان کډوال په داسې لارو چارو کاروي چې په مستقيم ډول یې افغانستان ته زيان رسي.

د مثال په ډول پاکستان هلته میشت مهاجر کاروي، ددوی له بې وزلۍ ګټه اخلي، ددوی زامن مدرسو ته بیايی هلته یې په کيسو او روایاتو داسې روږدي کوي چې ټوله نړۍ همغه ورته ښکاري، د پوښتنې، منطق، تعقل او استدلال ټکۍ نه پکې پرېږدي، وروسته نو چې څه ورته د پاکستان پوځ د مولوي په جامه کې وايي بدون د چون چرا يې مني.

همدا حال د ايران په لوري کې هم دی، ايران افغان کډوال نه يوازې په نورو هېوادونو کې جنګوي، بلکې افغانستان ته یې د مذهبي ډلو په څېر رالېږي او دلته هغوی د افغانستان څخه ډېر د ايران ګټه ته ژمن وي.

که د افغان حکومت پخپل هېواد زړه سوزي نو بايد په هره طريقه چې وي په هره بيه چې وي د پاکستان او افغانستان څخه خپل کډوال بېرته راستانه کړي او دا وسله د شریرو ګاونډیو له لاسه واخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.