The news is by your side.

د طالبانو دفتر؛ ددې سبب چې افغان کاريګر قطر ته ولاړ نشي

خبریال وېبپاڼه/ د کار او ټولنيزو وزرات يوې سرچینې رسنیو ته ويلي چې په قطر کې طالبان ددې سبب شول چې دې هېواد ته زرګونه افغان کاريګر ونه رسېږي.

افغانستان ته د طالبانو شتون هسې هم په درنه بیه تمام شوی و خو اوس یې تاثيرات ان د افغانستان څخه بیرون په افغانانو پيل سول.

د کار او ټولنيزو چارو د وزرات د يوې سرچېنې په وينا چې دوی د قطر د حکومت سره په دې توافق کړی و چې دې هېواد ته به ګڼ شمېر افغان کاريګر لېږي، خو په دوحه کې د طالبانو د دفتر پرانیستل او ددې هېواد سره د طالبانو له لاسه په تېر وخت کې ددوی د اړيکو خراب والی ددې سبب شو چې د قطر سره دا تړون عملي نشي.

کله چې طالبانو په لومړي په دوحه کې دفتر پرانيست نو پخواني ولسمشر حامد کرزي ورسره په ځينو مسايلو کې اختلاف درلود، کرزی په ټوله کې ددې مخالف نه و چې طالبان دې په دوحه کې کوم دفتر ولري خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي نیوکه په دې وه چې ولې طالبان په دې هېواد کې د يوه هېواد د یو استازی په شان حضور لري، طالبانو په دوحه کې د خپل دفتر پرانیست په مهال دغلته خپل سپین بیرغ هم پورته کړ چې دې کار د کرزي مخالفت پيدا او پسې لوی کړ.

په هغه وخت کې کرزي د قطر د حکومت سره هم ځينې ناندرۍ وکړې او ددې هېواد څخه يې خپل سفير بېرته کابل ته راوغوښت، د کار او ټولنيزو چارو د وزرات د سرچینې په وینا چې همدا کار ددې سبب شو چې دې هېواد د افغان کاريګرو تګ د ستونزې سره مخ شي.

هرڅه تيار و
د کار او ټولنيزو چارو د وزرات د سرچینې په وینا چې قطر د افغان کاريګرو د تګ هرڅه نهايي شوي و، دوی د يوی لوی شرکت سره قرارداد کړی و چې د کارګرو د ګټې څخه به ۱۰ سلنه دې شرکت ته ورکړل کېږي، د سرچينې په وينا چې د طالبانو دفتر او جنجالونو د افغان کارګرو تګ له خنډ سره مخ کړ او بیا همغسې په ټپه ودرېد.

په افغانستان کې بېکاري پخپل اوج کې ده، کلونه کېږي طالبان د افغانستان په ګوټ ګوټ کې جګړه روانه ساتي، هېڅ پانګوال او هېواد دې ته زړه نه ښه کوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، جګړو افغانستان په داسې يو هېواد بدل کړی چې هېڅوک ورباندې باور نشي کولی .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.