لوګر کې طالبانو خپلمنځي جګړه کړې

خبریال وېبپاڼه/ په لوګر کې د وسله والو طالبانو خپلمنځي جګړه کړې، چې په نتیجه کې یې پنځه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د امنیه  قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی خبریال وېبپاڼې ته وویل، پېښه تېره شپه د دې ولایت د مرکز پل علم اړوند راه خوشي سیمه کې د وسله والو طالبانو د ملا منصور ډلې ترمنځ رامنځته شوې ده.

احمدزی زیاتوي، په دې نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور یې سخت ټپيان شوي دي.

خپله وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو ترمنځ خپلمنځي جګړې شوې دي.

نوې نښته په داسې حال کېږي چې افغان حکومت او نړۍواله ټولنې پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړی او د اوربند ته غاړه کښېږدي.

خو وسله والو طالبانو د هېواد په ډېری ولایتونو کې جګړې ته دوام ورکړی او له امله یې هره ورځ لسګونه امنیتي سرتېرو او عام وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالد کوبیا ویلي، د جینوا کنفرانس له لارې له افغانستان سره د دوی مرستې د سولې خبرو کې له پرمختګ سره تړلې دي او په وینا یې، دې هېواد کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو وړ نه ده.

ښاغلي کوبیا د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې د سولې خبرو کې یوې هوکړې ته ورسېږي او پر اوربند موافقه وکړي.

 خوا څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې له طالبانو او افغان مذاکراتي ټیم سره سره تر کتنې وروسته وویل، چې د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تېره ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، په دوحه کې د بین الافغاني خبرو بندښت لا هم پر خپل ځای دی او په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او د طالبانو غوښتنې د اساسي قانون خلاف دي.

هغه زیاته کړه، چې د جینوا کنفرانس کې نړیوالې ټولنې په یوه خوله د طالبانو لخوا تاتریخوالی محکوم کړ او هېواد کې یې د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum