ايا طالبان ترهګر دي؟

خبريال وېبپاڼه/ په پرېکړو او تصميمونو کې کوږوالی، نېغ دريځ نه نيول تل د ځينو ستونزو د راپيدا کیدو سبب کیږي، دا د فردي ژوند څخه نيولې آن تر لويو مسلو، چې پدې ليکنه کې به زموږ تمرکز په لويه مسله وي.

د افغان حکومت څخه دوست او دشمن ډېر وخت ورک وي، نه ددوست دقیق تعريف لري او نه د دښمن، نه ددوست سره دوست پاتې کېدی شي نه د دښمن سره دښمن، مطلب هرڅه هر وخت امکان لري.

موده کېږي چې د حکومت لوړ پوړي چارواکي طالبانو ته د ترهګر کليمه کاروي، دا کلمه د حکومت ټول استازی نه کاروي، ځینې وخت یې په خبرو کې شتون لري او ځینې وخت نه، خو په دې اوس وخت کې چې حکومتي استازي د طالبانو سره په خبرو بوخت دي د طالبانو لپاره د ترهګرو کليمه کارول پخپله حکومت تر پوښتنې لاندې راولي.

که طالبان ترهګر وي
که طالبان واقعاً د حکومت لپاره ترهګر وي نو ولې په نړیواله سطحه دا مسله نه روښانه کوي او ولې یې نه مطرح کوي، ځکه ډېری داسې هېوادونه او حتی نړيوال سازمانونه شته دي چې طالبان د ترهګرو په صفت نه پېژني.

طالبان په ښکاره د افغانستان څخه د باندې هېڅ ډول اهداف نلري، طالبانو په پرلپسې ډول پخپلو اعلاميو، پخپلو غونډو کې ويلي دي چې ددوی فعالیت تر افغانستان پورې محدود دی، دوی د نړۍ په نورو هېوادونو کې هېڅ ډول لاس وهنه نه کوي او دا ډول کومه پاليسي او موخې نلري.

طالبان د القاعدې غوندې نه دي، دوی په نړۍ کې د یوه اسلامي خلافت د رامنځته کولو هوډ نلري، دوی د سرحدونو مخالفت نه دي، بلکې دوی غواړي د نورو هېوادونو سره مقابلې اړیکې ولري، نو ددې کبله طالبان په اوس کې د ترهګرو په نامه مطرح کول سپيناوي ته اړتیا لري.

دوهم دا چې همدا اوس نړيوال قدرتونه د امریکا متحده ایالات، روسیه، چين او نور سیمه ایز قدرتونه لکه ایران، پاکستان او ترکيه طالبانو ته ترهګر نه وايی او ډېری دا هېوادونه ورته د تحريک په نامه خطاب کوي.

په افغان سوله یې اغېز
د بلې خوا د ژبې دا تېزي او حمله کېدی شي په سوله هم منفي اغیز ولري، که حکومتي چارواکي ته خبره باندې لاندې طالبانو ته د ترهګرو کلمه کاروي نو بدون د شک څخه چې طالبان به هم خپل الفاظ تريخ کړی او په پايله کې به فاصلې زياتې شي.

حکومت دې غوڅ تصميم ونيسي
حکومت باید يوه مستقيمه، خپلواکه او باثباته پریکړه وکړي، که طالبانو ته د ترهګرو په سترګه ګوري نو بايد همدا اوس ورسره خبرې پای ته ورسوي، حتی دا خبرې بايد هېڅ پيل شوې نه وي، څوک د ترهګرو سره ناست دي او ورسره خبرې کوي.

حکومت دې بيا جدي پرېکړه وکړي، د طالبانو په خلاف دې نړيواله اجماع رامنځته کړي، او دوی ددې د يوه خطرناک تروریست حرکت په توګه ورباندې ومنی.

او که حکومت دا وايي چې طالبان ترهګر نه دي نو بيا بايد ددوی سره د خپلو خبرو دوی ته د خپل خطاب طرز بدل کړي او داسې کلمې ونه کاروي چې بېرته دوی ته ګوته ونيول شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum