The news is by your side.

حامد کرزي د سولې پروسې ته را ودانګل

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې پروسې ته را ودانګل.

پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي، د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني جهادي مشر عبدالرب الرسول سیاف سره په لیدنه کې د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي.

ویل کیږي یادو مشرانو دا راز د سولې پروسه کې د بنبست ماتېدو او وروستیو پرمختګونو یادونې کړي.

د سولې بین الافغاني مذاکرات چې څه کم دوه میاشتې وړاندې د روان زېږدیز کال سپټمبر کې پیل شول، تر دې دمه په کې د دواړو لوریو مرکچي پلاوي رسمي ناستو ته سره نه دي رسیدلي او څومره پرمختګ چې په کار وو، نه دی شوی.

مرکچي پلاوي لا هم پر ځینو ټکو سره نښتي او په اختلاف دي او ویل کیږي چې ځیني طرزالعملونه هم وروستي شوي دي.

هر ځل د قطر له پلازمېنې دوحې د مذاکراتو د پرمختګ او مرکچي پلاوو ترمنځ د مثبتو اقداماتو خبرونه راځي، خو په ظاهر کې تر اوسه دا پرمختګونه د دې لامل نه دي شوي، چې مرکچي پلاوي سره مستقیماً رسمي خبرو ته کېنوي.

تر دې څو ورځې وړاندې داسې اوازې وې، چې د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي سره په ځینو طرزالعملونو سلا شوي او د اوربند په تړاو هم ویل شوي وو، چې د ځینو هوکړو په ترسره کېدو نه وروسته به اوربند وي، خو د دواړو لوریو رسمي سرچینو یې په واضح توګه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم له ورته خبرونو وروسته د سولې او مذاکراتو په اړه نوې او ګرمه خبره را پورته شوې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.