فلسطیني علما: افغان جګړه مردوده ده

خبریال وېبپاڼه/ ډېری اسلامي هېوادنو په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه فتواوې ورکړې دي او دغه جګړه یې ورور وژنه، فساد او ناروالی عملی بللی دی.

تازه د فلسطین د دیني عالمانو مشر او د القدس جومات امام شیخ عکرمه صبري په افغانستان کې روانه جګړه غندلې او هغه یې ناروا بللې ده.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د فلسطین دې نامتو دیني عالم د النساء سیپارې د ۹۳ ایت پر بنسټ افغانستان کې روانه جګړه مردوده بللې ده.

 یاد وزارت د صبري له قوله ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې دواړه لوري مسلمانان دي او ترمنځ یې جګړه ناحقه ده نو باید دواړه لوري هر څه ژر جګړه پای ته ورسوي او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

نوموړی په داسې حال کې افغان جګړه ناروا بولي چې په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې لوړېږي او د سولې خبرو کې هیڅ ډول پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

 د امریکا او طالبانو له موافقې او د افغانستان د دولت او طالبانو د سولې د خبرو له پیلېدو وروسته د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د تمې خلاف جګړې زور اخیستی دی..

د معلوماتو له مخې، اوس هم د هېواد له شلو په ډېرو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده، چې هره ورځ پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې ویلي، طالبانو د سولې بین الافغاني خبرو اترو سربېره جګړې ته دوام ورکړی دی چې دا هیچا ته د منلو وړ نه ده.

د دوی په وینا، د جینوا کنفرانس له لارې له افغانستان سره د دوی مرستې د سولې خبرو کې له پرمختګ سره تړلې دي او په دې هېواد کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو وړ نه ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum