The news is by your side.

ايا خلکو چور له چارواکو زده کړ؟

خبريال وېبپاڼه/په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو لاس په لاس کېږي چې ښيي د روزګان ولايت د‌ دهراود ولسوالۍ د دارالمعلمين څخه خلک چوکۍ، مېزونه او نور سامانونه او وسايل چور کوي، په ټولنيزو رسنيو کې د دهراوود ولسوالۍ د ځینو خلکو دې کار ته افغانانو بېلابېل غبرګونونه ښودلي او ډېری یې دا د‌ خپل قام بدبختي بللې ده.

په دهراود ولسوالۍ کې د ډېرې مودې راهیسې شديده جګړه روانه وه، دا ولسوالۍ د يوې خوا پخپله نا امنه د بلې خوا دا ټول ولايت ناامنه دی.

خلک یې له چارواکو زده کوي
په افغانستان کې اوس څوک د دولت مال خپل مال نه ګنئ ځکه دولتي چارواکو ورسره هغه رويه نه ده کړې چې دا کار وکړي، ددولتي چارواکو یې صرف د غلا خبرونه اورېدلي، خلک فکر کوي دولت هم چور پیل کړي دوی هم چور کوي.

حکومتي چارواکي داسې پراخ فساد کوي چې په نړۍ کې ډنډوره دي، ډېر چې لرې ولاړ نشو نو د کورونا ويروس د مرسته شويو پيسو څخه د چارواکو د غلا مثالونه بسنه کوي، د کورونا ويروس د مهار او د خلکو د تداوۍ لپاره د مرستو شويو پيسو څخه ځینې چارواکو ډېری پيسې په جيب کې واچولې او يو ترموز يې چې ۵۰۰ روپۍ قيمت لري په ۵ زره افغانۍ حساب کړ.

خلکو وليدل چې چارواکي څه ډول چور کوي، څه ډول په بې غورۍ، په حرص ددوی حق چارواکي چور کوي، څه ډول معاملې ورباندې کوي، تر پرونه د يو بل ښمن و چې چوکۍ یې واخیسته ټول ښه خلک شول، ځینې بيا داسې و چې چوکۍ ورسره نو هرڅه سم و چې له لاسه یې ورکړه ټول خاين شوق.

د ملکيت حس به يې چا زده کړی وي؟
په دهراود ولسوالۍ کې د شوي چور په هکله لومړۍ دا خبره ذهن ته راځي چې دې خلکو د وطن د مالکیت حس نه درلود، دوی سره دا حس نه و چې دا وطن، دا دارالمعلمين ددوی دی، ددې ځای سامان ددوی دی، ځکه په همدې دارالمعلمين کې به يا ددوی ورور کار کوي، يا پلار يا د تره زوی او نور کليوال او ښاریان، په همدې دارالمعلمين کې ددوی خدمت کېږي ددوی ستونزې حل کېږي.

ددې خلکو سره دا حس نه و، ځکه دا ډول کوم حس یې نه و کړی، داسې څوک نشته چې دوی ته یې دا حس ورکړی وي، ځکه نن سبا د حکومت د مطلق اکثريت چارواکو دا حال دی چې که کوچنی وي کوچنۍ غلا کوي که لوی وي لويه.

په داسې یوه چاپېريال کې دې خلکو ته سخته ده چې د مالکیت حس ورسره پيدا شي، د چورواکه چارواکو له لاسه مو دا حال دی چې هرڅوک صرف پدې کې دي چې د ځان غم وکړي، ځکه هېڅوک په دې نه پوهېږي چې سبا به څه کېژي، د ملک او هېواد دا لړزانده حالت د همدې چارواکو د چور پايله ده.

دلته که څوک په یوه دنده مقرر شي نو پوهېږي چې موقتي ده، حتی په دولت کې هم، نو له همدې کبله مقرر شوی کس هڅه کوي چې د هرې ممکنې لارې همدا اوس ګټه وکړي، په حکومت کې همدا اوس ځینې خلک بدون د سبب څخه له دندې لرې کېږي، بدون له دې چې د پام وړ سبب او شواهد وړاندې شي يو څوک له دندې لرې کېږي حال دا چې دا په دنيا کې معمول نه دی، په نړۍ کې بدون د چون چرا څخه هېڅ دولت خپل مامور له دندې نه لرې کوي.

د هېواد سياسي چارواکي د خپلې ګټې لپاره تیار ده چې فوراً یو بل ته کمين ونيسي او د هېواد حالت بحران ته یوسي، کله چې چوکۍ ترلاسه کړي بيا ټول ښه خلک او محترم شي، خو تر هغه چې دده سره چوکۍ نه وی بيا نور معتصب وي، خاين وي.

دا چارواکي هره شېبه تيار دي د خپل مفاد لپاره هېواد بحران ته یوسي، نه یوازې چې په هېواد کې جنګ دی، د هېواد مارکېټ د هېواد هېڅ سکتور باور نلری خپله د حکومت چارواکي هم هره ورځ يو د بل ګرېوان نيسي او په هېواد کې داسې څه نه پرېږدي چې باور ورباندې وشي، هېواد يو ثبات ته ورسېږي.

لومړی بايد چورواکي پرېښودل شي
ددې لپاره چې ملت سمې لارې ته راشي، عمومي ذهنیت بدلون وکړي، نو بايد داسې چارواکي ولرو چې قرباني ورکړي، ددې هېواد ګټې ورته د شخصي ګټو مهمې وي، تيار وي د خپل هېواد د ثبات لپاره د چوکۍ او مقام څخه تېر شي، بيا نو ملت هم همدا ذهن خپلوي، خو که د حکومت چارواکي چور کوي، هېواد دداسې ځوانانو ډک وي چې د میاشتې په درۍ زره افغانۍ کار ته تیار وي خو کار نشي پيدا کولي نو بيا ملت ملامتول دوهم کار دی اول باید حکومت او چارواکي ملامت شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.