The news is by your side.

طالبانو پخوا ولې چور نه کاوه؟ راز څه دی

خبريال وېبپاڼه/ په روزګان کې د دارالمعلمين څخه د چوکيو او مېزونو وړل، د خلکو لخوا یې چور کول که له يوې خوا د غندنې وړ دي د بلې خوا ورباندې فکر کول هم پکار دي، پدې پېښه باید هر اړخيز فکر وشي، يوازې دا هڅه ونشي چې يا خلک ملامت شي او يا د‌جنګ ښکېلې خواوې.

تر دې وړاندې هم داسې شوي
تر دې وړاندې هم ځينو ولسواليو سقوط کړي دی، ځينې ولايتونو سقوط کړي، خو دومره د چور کولو خبرې ندي رامنځته شوې او نه د چور خبرونه ورکړل شوي.

کلونه کېږي د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده، ولسوالۍ او ولايتونه لاس په لاس کېږي، کله يو ولايت طالبان ونيسي او بيا یې حکومت بېرته ورڅخه ونیسي، مثال کندوز، غزني او فراه سقوط وکړ، نه داسې عام چور رامنځته شو نه هېڅ، لسګونه ولسوالۍ سقوط شوي دي بيا هم چور نه دی شوی، خو دا چې اوس ولې چور رامنځته کېږي دا دپوښتنې وړ ټکی دی.

په هلمند کې هم د خلکو له لوري د ملي اردو د قرارګاه څخه ځينې وسايل وړل د حکومت د ضعيف مدیریت سره مخ شول، همدا شيان چې خلکو په هلمند کې د پوځ له قرارګاه څخه يوړل نو بېرته یې د پوليسو د سترګو په وړاندې په لشکرګاه کې خرڅول خو هېچا څه ورته ونه ويل.

ولسوالۍ مخکې له سقوط څخه په ټيکه ورکول کېږي
د فتنې ترڅنګ بل د فاجعې خبر دادی چې ځینې کسان مخکې له دې یوه ولسوالۍ يا اداره سقوط شي هغه په نورو پلورل کېږي، ځينې کسان چې مخالفين هم دي مخکې له دې چې ولسوالۍ سقوط کړي د سامانونو قراداد یې د يو کس سره کوي هغوي ته يې په ټيکه ورکوي او يا یې نېغه ورباندې خرڅوي، همغه کس بيا دا مواد يا پخپله خرڅوي او ځينې د ارزښت وړ او درانه مواد بیا د هېواد څخه وباسي او پاکستان ته یې وړي او هلته یې پلوري.

د ځینو موخه فتنه ده
ځينې کسان هڅه کوي د سولې په رانږدې کېدو سره د طالبانو يو وحشي مخ خلکو ته وښيي، داسې يو حال خلکو ته وښايي چې که سوله کېږي نو دا چور او تالان به هم ورسره وي، زه نه وايم چې طالب معصوم دی خو خبره داده چې حق ته بايد حق وويل شي، بايد د هرڅه په سر پروپاګند ونه شي، د سولې ضد کړۍ باید پدې پوه شي چې سوله اوس يوازې د يوې ډلې غوښتنه نده، بلکې سوله اوس د ټولو غوښتنه ده.

سوله اوس د امريکا په ګټه هم ده، د سيمه ايزو هېوادونو په ګټه هم ده، نو اوس د سولې له فرصت څخه ګټه اخيستل پکار دي، د سولې ددې راروان کاروان سره سر وهل ټکر کول بې ځايه دي.

همدا اوس لسګونه داسې ولسوالۍ شتون لري چې طالبان پکې حاکم دي خو هېڅ ډول چور پکې نشته، نه طالبان نه هم خلک باید په دې نني پېښه کې چې د دهراود په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ملامت شي، هغه څوک یې چې ملامتوي هم چې په سيمه کې وی نو تللی به وی او یو چوکۍ به هم له ځان سره وړې وی.

ښکاري داسې چې ځينې خاصې کړۍ په دې حساس وخت کې د پروپاګند او تبليغاتو په واسطه غواړي د طالبانو سره هر ډول جوړه ډارونکې وښيي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.