The news is by your side.

ولوله او عبرت واخله.

خبريال وېب پاڼه/درې ځوانان د هیواد نه بهر په سفر ځي او هلته په داسې یو ودانۍ کې هستوګن کیږي چې ۷۵ منزله ده هغوي ته په ۷۵ منزل کې کوټه پيداکيږى د ودانۍ نظم ساتونکي ورته وایي چې زموږ دلته نظام ستاسو د هیواد د نظام څخه توپیر لري ددې ځای د نظام مطابق د ۱۰ بجو څخه وروسته د لفټ دروازه بندیږي نو په هر شکل چې وي کوښښ وکړئ چې ۱۰ بجو څخه مخکې بیرته راګرځئ ځکه که یو ځل لفټ دروازه بنده شي نو بیا د خلاصیدلو امکان یې نشته.

په لومړی ورځ هغوي درې واړه د سیر او ساحت لپاره وځي د لس بجو څخه مخکې راګرځي
خو په دوهمه ورځ ناوخته کوي او ۱۰:۵ ودانۍ ته داخلیدلو سره د لفټ دروازه بندیږي اوس درې واړو ته هېڅ لاره په نظر کې رانغله پریکړه یې وکړه چې د زېنو له لارې خپلې کوتې ته ځان ورسوي.

یو ملګري یې وویل ما سره یو وړاندېز دي که داسې په زېنو پورته شو نو ستړي به شو نو داسې کوؤ چې په دې اوږده لاره کې په نوبت یو بل ته کیسې اورو ۲۵ منزل پوره یو کس کیسې اورو ۲۵ پورې بل او ۲۵ پورې بل کس
په دې ډول به د ډېري ستړتیا احساس ونکړو او لاره به را لنډه شي.

په دې خبره درې واړه متفق شو ، لومړی ملګري یې وویل زه درته ټوکې او مزاحیه کېسي در اوروم درې واړه په خندا او ټوکو روان ؤ
۲۵ منزل رسیدلو سره بل ملګري یې وویل اوس زه درته کېسي در اوروم خو زما کېسي به سنجیده او حقیقي وي
۵۰ منزل ته رسیدلو سره دریم ملګري یې وویل چې زه درته غمجني او د درد نه ډکې کېسي در اوروم
په دې ډول یې پاتي لاره هم ووهله تردې چې ستړی کله دروازې ته ورسیدل نو یو ملګري یې وویل : زما د ژوند غم نه ډکه کېسه دا ده چې موږ د کوټې کیلي لاندې ښه راغلاست ځای کې پریښي ده.

دې کېسه کې زموږ لپاره عبرت دا دي چې موږ د ژوند ۲۵ کاله په خندا ټوکو او لوبو کې تیر کړو
پاتي ۲۵ کاله په واده، اولاد او وظیفې کې ګیر یو
کله چې ۵۰ کاله مکمل شي نو ۲۵ کاله نور په تکلیفونو ناروغیو، اولاد په غمونو او نورو ستونزو کې تیرو خو کله چې د مرګ دروازې ته ورسیږو نو موږ ته رایاد شي چې اصلي کیلي راوړل مو هېر کړي چې هغه د جنت کیلي ده کوم جنت ته چې د موږ خپل منزل ګڼلو سره دا ژوند تیرو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance