The news is by your side.

بامیانو کې وروستۍ چاودنې او د بامیانو تصویر/نجیبه فیض

خبریال وېب پاڼه/ بامیانو کې چې له وروستیو چاودنو خبره شوم، نو د بامیانو بې غرضه خلک، د خلکو او ټولنې هغه ښه تصویر یې را مخ ته شو، چې څو میاشتې مخکې زه له کورنۍ سره ورغلې وم.

زه چې کله بامیانو ته له خپلې کورنۍ سره تللې وم، د بامیانو ډېر وړوکی ښار دی، کله چې مازدیګر وخت موږ وغوښتل بهر ولاړ شو او د بامیانو هغه مشهور بت وګورو نو موږ زیاتې نجونې وو او د خپلې خوښې لباسونو کې تللې وو، چا پتلون اغوستی وو، واړه څادرونه مو په سر وو، دې بت ته مخامخ لوی میدان وو، چې له نارینوو ډک وو، چا څه لوبې کولې، خو یو سړي هم موږ ته کاږه نه دي لیدلي، چې دا خو ټولې نجونې دي، یا یې زموږ په لباس خبرې کړې وي، لکه په نورو ښارونو کې چې بهر نجونې ووځي او نارینه ورپسې څټ تاووي یا یو څه وایي او په بل نظر ګوري.

په هر حال خو موږ هلته عکسونه اخیستل، ویډیوز مو کولې، خبرې مو کولې، خو ولا که دې نارینوو داسې ویلي چې دلته هم څوک ولاړ دي که نه، یا یې داسې بد رقم را لیدلې وي، د بامیانو د خلکو دا بې غرضه اوسېدل راباندې ډېر ښه ولګېدل.

موږ چې بازار کې ګرځیدو، دوه شیان چې زما په نظر راغلل، یو خو دا وو، چې غربت زیات وو، خلک یې ډېر شتمن او پیسه داره نه وو، لکه زموږ د نورو ولایتونو هېواد وال غوندې، بازار یې ډېر وړوکی او غریبانه بازار وو، خو ما دې ښار کې یو فقیر او په عامه اصطلاح سوالګر ونه لید، لکه په کابل، جلال اباد یا نورو ښارونو کې چې چېرته موټر ودروې، نو فقیران شیشې در ماتوي او سوال کوي، خو ما بامیانو کې هېڅ داسې یو فقیر ونه لیدو.

بیا چې موږ د بامیانو بند امیر ته تللو یا به موټر کې ګرځیدو، نو ما به لیدل چې ښځې او سړي دواړه یو ځای کار کوي، که هغه په ځمکو کې کار وو، په باغونو کې، یا بل ځای کې.

کله چې بند امیر ته لاړو موږ ولیدل چې په کراچۍ باندې هم ښځو شیان خرڅول هم سړو، مزدوري یې کوله، نو زما باور نه راته چې زه پرته له امنیتي ساتونکو نه په بامیانو کې له خپلې کورنۍ سره ګرځم، زما غوندې نورې جونې هلته ګرځي، نه ورته څوک بده خبره کوي، نه دې هغه وویریږي.

ما ته هېڅ داسې نه باورېدله چې دا دې د افغانستان غوندې د یو هېواد ولایت وي، دا په دې معنا ده چې هلته خلک ډېر تعلیم یافته او لوستي دي، روشن فکره دي، پر امنه دي، هلته د پر لپسې ماین چاودنو څېړنه باید وشي، بامیان د ورانولو نه دی. ځکه بامیان چې ما ولید نو ما ته د کابل هغه څلوېښت کاله پخوانی تصویر چې ما مې د مور له کیسو اورېدلی وو، چې څومره امنیت وو، ارامي وه، کابل څومره ښایسته او مډرن وو، هغسې تصویر ذهن ته راغلو، چې بامیان د پخواني کابل په شان دی.

نو دا وروستۍ درې/څلور چاودنې چې بامیانو کې وشوې، ډېره خفه شوم، چې بامیانو کې د ورانولو څه دي؟ هغه خلک خو دومره پر امنه دي، دومره په تعلیم باندې مٸین خلک دي او دومره غیرتي دي چې فقیران یې خیر هم نه غواړي، مزدوري کوي، سبق هم وایي، کار هم کوي، ښځې یې هم کار کوي، په باغونو کې، په پټو کې، په بازار کې او په هر ځای کې، خو خیر نه غواړي، غیرت دې ته وایي، خو که هلته چاودنې کیږي او په هره بڼه وي، که سیاسي وي او که ترهګریزه وي، باید یې څېړنه وشي او حکومت یې د نورو احتمالي پېښو مخنیوی وکړي.

زه ډېرو ولایتونو ته تللې یم، خو بامیان زما لپاره یو ډېره خوندوره خاطره وه، ډېر غیرتمند او ښه خلک یې وو، ما په دې درې کالو کې دومره ښه، پر امنه، تعلیم یافته او دومره په وطن مٸین خلک په ټول افغانستان کې نه وو لیدلي.

لیکنه: نجیبه فیض

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.