بلوچستان کې د سړک غاړې خښ کړي ماین پاکستاني پوځیان هلاک کړي
خبریال وېبپاڼه/ د بلوچستان په زامران سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه موټر ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې په موټر کې سپاره ټول سرتېري هلاک شوي دي.
د راپورونو له مخې، چاودنه د زامران په ګونجتو سیمه کې رامنځته شوې ده.
ویل کېږي چې پاکستاني پوځیان په سیمه کې پر ګزمه وتلي و چې ځای پر ځای شوي ماین پرې چاودنه کړې ده.
که څه هم د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی اخیستی خ په بلوجستان کې دا ډول چاودنې بلوڅ ملتپال کوي.
بلوڅ ملتپال له پاکستانه ازادي غواړي
تېره اوونۍ بلوڅانو په بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو تر یوې حملې وروسته وویل، تـر هغـه بـه دغسې چاودنې او بریدونه دوام لري، تـر کلـه چـې یـې بلوچسـتان ازاد کـړی نـه وي.
دوی زیاتوي، چې د پاکستاني پوځ لخوا د دوی زرګونه بلوڅان وژل شوي، ورک شوي او ځورول شوي، چې دوی به یې کله هم له انتقام اخیستو لاس په سر نه شي.
د بلوچستان خلک له کلونو راهیسې د ډیورنډ کرښې د پورې غاړې د پښتنو په شان د پاکستان خلاف او د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي.
پاکستان د بلوڅانو نسل وژنه پیل کړې
تر دې وړاندې د بلوڅانو سراسري ټولنې ویلي وو، چې پاکستاني پوځ په بلوچستان کې د ازادي غوښتونکو د ځپلو ترنامه لاندې نسل وژنه پیل کړې ده.
دوی زیاته کړې، په وروستیو دوو کلونو کې له ۱۰ زرو ډېر بلوڅ ملتپال ځوانان تري تم شوي او د پاکستاني پوځ له لوري په بې رحمانه ډول وژل کېږي.
بلوڅان چې له کلونو را په دې خوا په پاکستان د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت له لوري ترسخت فشار لاندې دي.
د بلوڅانو سرتاسري ټولنه وایي، پاکستاني حکومت ترې ان د ژوند لومړني حقونه هم اخېستي او له ډېری سترو اقتصادي پروژو څخه محرم شوي دي.
بلوڅان له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي چې په بلوچستان کې د دوی د ازادۍ غوښتنې له مبارزې ملاتړ وکړي او د بلوڅانو پر ضد د پاکستاني پوځ د ناروا کړنو مخه ونیسي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.