پامپيو؛ افغانستان کې عسکر ساتل بې ګټې دي

 خبريال وېبپاڼه/ د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير ښاغلي مايک پامپيو د فاکس نيوز سره پخپله يوه تازه مرکه کې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو سپينې څرګندونې کړې دي.

پامپيو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه پرېکړې ملاتړ کړی دی د کوم په بنسټ به چې د امريکا د متحده ايالاتو ټول پوځيان د راتلونکي کال د می تر مياشتې د افغانستان څخه ووزي.

مايک پامپيو ويلي چې په افغانستان کې ددوی پوځي شتون دوی او متحدينو ته يې ګټه نلري، د پامپيو په خبره چې تروريزم او نړۍ ته ګواښ يوازې د افغانستان څخه نه دی متوجه.

اوس مهال د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې څلورنيم زره عسکر لري چې دا شمېر به تر جنوري پورې ۲۵۰۰ او د می تر میاشتې صفر ته راښکته شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې خپل پوځي حضور په افغانستان کې بې ګټې بولي چې د امريکا دننه او بهر ورسره ډېری د نظر خاوندان مخالف دي، د امريکا د حکومت دننه ځينې محترم چارواکي ددې کار مخالفت کوي او په یو مخيز ډول د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل خطرناک بولي.

افغان چارواکي هم اندېښمن دي
د افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو په وتلو افغان چارواکو هم اندیښنې څرګندې کړې، خو ښکاري داسې چې ټرمپ نه د امريکا دننه د چا خبره اوري او نه د حکومت د مشرانو په ګيلو غوږ ګروي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نېغ انسان نه دی، په ډېرو ځایونو کې نېغه خپله اقتصادي ګټه د خپل پرېکړو اساس ګرځوي، د مثال په ډول عربو کې ځکه خپل عسکر پرېږدي چې هر کال ورته سعودي عرب ددې باج ورکوي او وسلې ورڅخه اخلي، په سوريه کې یې بيا صرف په هغه سيمه کې عسکر پرېښي دي چېرته چې د تېلو سرچینې دي.

نو په افغانستان کې چې امريکا د یوه اړخه د مصرف سره مخ ده د ډونالډ ټرمپ غوندې د یوه شخص پاتې کېدو ته قانع کول ګران کار ښکاري، ولسمشر غني ددې ډېره هڅه وکړه خو کومه پايله یې ورنکړه، څو کاله وړاندې چې ډونالډ ټرمپ همداسې يو اعلان وکړ چې د ولسمشريزو ټاکنو پورې د افغانستان څخه خپل ځواکونه باسي ولسمشر غني ورته يو ليک ولېږه او په هغه کې یې د ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي و چې دافغانستان څخه خپل ټول سرتېري نه بهر کوي.

د هغه ليک ځواب به ولسمشر غني ترلاسه کړی وي که نه خو ډونالډ ټرمپ په عملي ډول د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو چارې ته دوام ورکړ، ولسمشر غني که څه هم په دې پوه و چې ولسشمر ډونالډ ټرمپ اقتصادي فکر کوي نو له همدې کبله يې پخپل ليک دا خبره ځای په ځای کړې وه چې حکومت به د امریکا نظامي مصرف په افغانستان کې تر دوه ميليارده ډالرو راکم کړي.

خو ولسمشر غني دې ته نه و متوجه چې ډونالډ ټرمپ کم مصرف نه غواړي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غواړي مصرف کم کړي هغه غواړي ګټه وکړي، ټرمپ نه غواړي په افغانستان کې يو ډالر هم مصرف کړي، بلکې هغه ګټه غواړي، او دا چې افغانستان نه د عربو غوندې پيسې لري چې وسلې پرې واخلي، نه امريکا ته باج ورکولی شي او حتی خپل مصرف نشي پوره کولی نو د ټرمپ او افغانستان هېڅ سره نه لګي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum