The news is by your side.

مشر منظور د چمن جلسې ته ورسېد

 خبريال وېبپاڼه/ پښتنو د وزيرستان د جلسې وروسته اوس د خپلو جلسو او غونډو لمنې ته پراختيا ورکړې او نن يې په چمن کې يوه شانداره او عظيمه جلسه جوړه کړې ده.

په چمن کې نن په لسګونه زره پښتانه راټول شوي دي او د پنجابي رياست څخه د خپلو حقوقو غوښتنه کوي، پښتانه مشران به په دې غونډه کې د خپل محکومیت خلاف غږ اوچت کړي او د پښتنو لپاره به د خپلو حقوقو غوښتنه وکړي.

دا به په چمن کې د پنجابي رياست د ظلم او جبر په وړاندې کېدونکې ترټولو لویه جلسه وی، د پښتون ژغورنې غورځنګ تر جوړېدو وړاندې د پښتنو په سیمو کې د پنجاب د پوځ په خلاف غږ اوچتول يو خيال و، هېچا دا فکر نه کاوه چې يوه ورځ به د پښتنو ترمخ واقعي مشران روان وي او د پنجاب څخه د خپلو خلکو د حقوقو په دوی د شوي ظلم پوښتنه کوي.

ورک شوي پښتانه چېرته دي؟
په دې غونډه کې به په دې مسله ډېر جدي بحث وشي ترڅو ورک شوی پښتانه وموندل شي، د پنجاب پوځ په زرګونو پښتانه ورک کړي دي، ددې پښتنو نه جرم معلوم دی نه ګناه، د پاکستان پوځ دوی تښتولي نه يې محکمه شوې نه يې ګناه ثابته شوې ده، بس د پنجاب پوځ د خپل فرعونیت څادر غوړولی او اوس په زرګونه پښتانه ورک دي.

په دې جلسه کې ددې پښتنو د پیدا کېدو، ددې پښتنو د سرنوست د معلومولو په هکله خبرې وشي، د پنجابي رياست څخه به پښتانه په ښکاره دا وغواړي چې څنګه يې ددوی ځوانان او زلمي ورک کړي دي همداسې یې پيدا کړي.

د پښین ناڅاپي ګډون
په چمن کې په روانه غونډه کې د منظور پښتین ګډون دغلته غونډې ته نور هم زیات ارزښت ورکړی دی او تمه ده پښتانه مشران دلته مهمې پرېکړې وکړي.

مشر پښتین په داسې حال کې ځان دې غونډې ته رسوي چې پنجابی ریاست خپل ټول کوشش وکړ ترڅو د منظور پښتین مخه ونيسي او پدې غونډه کې یې د ګډون څخه منعه کړي.

د ډيورنډ د غاړې د پښتنو تګ راتګ
پښتانه مشران به په دې غونډه کې د ډيورنډ ددواړو غاړو د پښتنو د تګ راتګ په آسانه کولو باندې هم خبرې وکړي، په دې سيمه کې دواړو غاړو پښتانه څنګ په څنګ ژوند کوي او د پنجابي رياست عسکر او پوځ بيا تل دا کوښښ کوي چې ددوی تګ راتګ او د یو بل سره نېږدې والی سخت او له مشکل سره مخ کړي.

پنجابي پوځ انټرنټ او میډیا بنده کړې
د پنجاب پوځ خپل پخوانی تکتيک کاروي او هڅه کوي د پښتنو غږ خاموش کړي، د پاکستان پوځ په دې سيمه کې انټرنټ بند کړی دی، د غونډې څخه پښتانه هڅه کوي د بېلابېلو لارو خپل انځورونه او ویډیو ګانې خپرې کړي او خپل غږ د ټولې نړۍ د پښتنو او نورو دنیا والو سره شريک کړی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.