The news is by your side.

منظور په چمن کې؛ د غونډې په پوښښ پنجابي پوځ بندیز لګولی

 خبریال وېبپاڼه/ په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لويه جلسه روانه ده، په منظور پښتین باندې د پنجابي پوځ د بنديز سره سره پښتین دې غونډې ته رسېدلی دی.

چمن کې د پنجاب ضد انګازې
منظور پښتین د ډېرې مودې وروسته چمن ته رسېدلی، دې تجارتي ښار ته پښتین په داسې حال کې رسېږي چې پنجابي پوځ یې د مخنيوي لپاره ټوله هڅه وکړه خو ناکامه شو‌.

پښتانه په چمن کې د پنجابي پوځ په خلاف چيغې وهي، په پنجابي پوځ او حکومت کې وېره خوره ده او پښتانه ټول سره راټول دي خپل واک او خپل اختيار غواړي‌.

پنجابي پوځ انټرنټ بند کړی دی
د چمن څخه معتبرې سرچینې وايي چې د پاکستان پوځ ددې غونډې د خپراوي د مخنوي لپاره انترنت بند کړی دی او دوی د ګڼو ستونزو سره مخ دي ترڅو د غونډې جريان د پښتنو او نړيوالو سره شريک کړي.

پوځ په پاکستان کې په ټولو رسنیو فشار وارد کړی دی چې د پښتنو مظلومیت غږ پيکه کړي او د پښتان ژغورنې غورځنګ غونډو ته پوښښ ورنکړي، پوځ رسنۍ ګواښلې دي چې د چمن جلسه په هېڅ وجه خپره نه کړي، ځکه پوځ نور په لويه وېره کې دي دی او له دې څخه یې ذره چوي چې ګوري پښتانه د خپلو سيمو په لر او بر کې سره متحد کېږي او ددوی په خلاف غږ اوچتوي‌.

پښتانه نه په شا کېږي
په سيمه کې د پښتنو يوه عظيمه غونډه روانه ده، په زرګونه پښتانه راټول شوي دي او پوځ ته دا په ښکاره وايي چې ددوی د هر ډول فشار سره سره به په شا نشي خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي او دوی به تر هغه ارام کېنني چې پخپله خاوره ورته خپلواک ورنکړی شي.

پښتانه نور د پنجابي رياست د ظلم او جبر څخه پوزو ته راغلي دي او نن يې په ځان هرڅه منلي خو د پنجاب د جابر پوځ په وړاندې یې سر ټيټول ندي منلی، پښتانه وايی تر هغه چې پوځ دوی ته پخپله خاوره خپل واک ورنکړي نو هېڅکله به د ميدانونو څخه په شا نشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.