The news is by your side.

پښتین؛ چېرته چې پښتانه وي هلته زه يم

خبريال وېبپاڼه/ په چمن کې د پښتنو لویې غونډې ته وينا کوونکي منظور پښتین چې د پاکستان د پوځ د مخالفت سره سره یې په غونډه کې ګډون کړی و وويل چې چېرته د پښتنو غونډه وي دا امکان نلري چې موږ به هلته نه یو.

چېرته چې پښتانه وي هلته زه یم
دې عظیمې غونډې ته منظور پښتین په داسې حال کې راورسېد چې پنجابي پوځ خپله پوره هڅه وکړه چې مخنیوی يې وکړي، پښتین پخپلو خبرو کې وويل چې بېګاه یې ملګرو ورته وویل چې پښتانه سبا په چمن کې غونډه جوړوي، پښتین د خپلو خبرو په دوام وايي چې په موږ بنديز و چې جنوبي پښتونخوا ته به نه ځو خو کله مو چې ملګرو وویل پښتنو عظيمه غونډه جوړه کړې ده راټول شوي دي نو ورته ويل مې چې دا څنګه امکان لري چې پښتانه راټول وی او موږ نه یو، نو مې خپلو ملګرو ته ويل چې راځی چې په ورځو.

پښتین ځان د پښتنو ترڅنګ وښوده او ویې ویل چې د پښتنو سره ددوی اړیکه نه شکېدونکې ده زموږ تربوري نشته زموږ ورورګلوي ده، موږ وروڼه یو هېڅوک د هېڅ يوې سيمې پښتون يو له بل څخه نشي بېلولی.

لار ورکی پنجابی پوځ
منظور پښتین په داسې حال کې په چمن کې د پښتنو په غونډه کې ګډون وکړ چې پنجابي پوځ یې هره لاره بنده کړې وه، کله چې پښتین په چمن کې راښکاره شو نو د پنجابي پوځ څخه لاره ورکه شوه ‌

پښتین په چمن کې د پښتنو په منځ کې ولاړ دی، ددې قام د یووالي خبرې کوي، ددې قام د قوت او وحدت خبرې کوي، پنجابی پوځ پخپل بل سازش کې هم ناکام دی، مخ يې تور دی او پښتانه د غرونو غوندې غونډه جوړه کړې ده ميدان د پښتنو د یوالي نارو نیولی دی پنجاب په وېره کې دی.

پښتانه د قوت او وحدت په حال کې دي، خپل دښمن يې پېژندلی دی، په دې پوه شوي چې دوی څومره قوي دي، پښتنو دا درک کړه کله چې يوالی وکړي کله چې سره يو ځای وی نو هېڅوک ددوی مخه نشي نیولای هېڅوک ددوی په وړاندې نشي درېدلی هېڅوک ددوی حق نشي خوړلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance