پښتین؛ پوځ دې د پښتنو له ځورولو لاس واخلي

خبریال وېبپاڼه/ په چمن کې د پښتنو په لويه قامي غونډه کې په زرګونو پښتنو ګډون کړی و، دې غونډې ته د پي ټي اېم پښتانه مشران او نور ګڼ خلک راغلي و، په غونډه کې د پښتنو مشرانو وينا وکړه او د موجود حالت څخه يې سر وټکاوه.

منظور پښتین چې د پنجاب د حکومت لخوا دې سيمې ته نشو تللی د بنديز سره سره يې ځان دې غونډې ته ورساوه، ده هلته وويل چې پنجابيانو ورباندې بنديز هم لګولی و خو چې چېرته د پښتنو غونډه وي نو دی به پکې په هر قيمت ګډون کوي.

پښتين؛ د ورکو پښتنو تپوس کوو
منظور پښتین غوندې ته په وينا کې مهمو ټکو ته اشاره وکړه او ویې ويل چې ترڅو یې غوښتنې نه وي منل شوې نو دوی ته ارام نشته، پښتون د هغه پښتنو په هکله د حکومت څخه د حساب غوښتنې ناره پورته کړه چې په چمن کې ورک شوي دي.

په چمن کې ګڼ شمېر تجاران او سوداګر ورک دي، څوک نه پوهېږي چې څه شول، خو د پښتنو د ورک کېدو په هکله ګوته د پاکستان د څارګرې ادارې ای اېس ای خواته نيول کېږي.

تر دې وړاندې د پي ټي اېم د مسلسلو هڅو په پايله کې ځینې پښتانه پيدا شول، هغه پښتانه د پاکستاني رياست څارګرې ادارې ای اېس ای تښتولی و، ويل کېږي د چمن څخه ورک شوی پښتانه سوداګر هم د پاکستان څارګرې ادارې ای اېس ای تښتولي دي.

پوځ دې پښتانه نه ځوروي
منظور پښتین پخپله وينا کې وويل چې پاکستانی پوځ بايد نور د پښتنو له ځورولو لاس واخلي، د پښتنو بازارونه او مارکېټونه نور له منځه يونسي، په پښتني بې ځايه تشدید او ظلم ونکړي.

پښتین هغه څه ياد‌ کړل چې نن سبا په پاکستان کې روان دي، نن سبا په پاکستان کې يو پښتون بدون د چون چرا څخه درول کېږي په ډېر سپکاوي یې تلاشي کېږي، د سر سړي يې وژل کېږي، مارکېټونه يې شتمنۍ یې کانونه یې چور کېږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum