The news is by your side.

د چمن ننۍ غونډې ته د مشر منظور پښتين د وينا مهم ټکي.

خبريال وېب پاڼه:د چمن د غيرتي او په قام مئين اولس ډېره زياته مننه چي دومره ګڼ شمیر راووتل او پي ټي ايم باندي يې باور وکړو او مونږ ته يې دومره عزت او قدر راکړو .

مونږ د چمن پي ټی ايم د تنظيموونکي هم مننه کوو چې دوې په ډېر کم وخت کې په ډېر شايسته او منظمه انداز جلسه تر سره کړه .

مونږ د جنوبي پښتونخوا د ټولو ښارونو راغلو ملګرو ، او د پښتونخوا وطن د نورو سیمو څخه  چي کمو ملګرو ځانونه دې جلسې ته راورسول ، څخه هم مننه کوو او د هغه ملګرو هم مننه چي په سوشل ميډيا(ټولنيزو شبکو) يې زموږ غږ بدرګه کړ.

د ظالم او د ظلم په ضد به زموږ مزاحمت هم دغه رنګه جاري وي . په دې کاميابه او مزاحمتي جلسې باندې ټولو ملګرو ته آفرين او مبارکي وايم .

يو ځل بيا د چمن د غيرتي او ننګيالي اولس شکريه د زړه له تله ادا کوم .
په زرګونو ،په لکونو پښتانه د عدالت نه بهار ايکسټرا جوډيشل يعني ماوراې عدالت ووژل شوو ، د کويټې د وکيلانو نه يی راواخله د فاټا تر بمباريو پوري ، د اې پي ايس د ماشومانو نه تر طاهر داوړ، ارمان لوڼي ، نقيب شهيد او سردار عارف وزير پوري د پښتنو وژنه په دې رياست کي ماوراې عدالت روانه ده .

ملګرو کلبهوشن ياديو چي د انډيا جاسوس دي ، د را ايجنټ دي ، هغه پاکستان نیولي دي ، پاکستان وايي د دهماکې کړي دي ، هغه جاسوس دوي عدالت ته هم پيش کوي ، هغه لاپته هم نه دي ، هغه څوک ماوراې عدالت هم نه مړه کوي . رياست هندوستان چي خپل اولين دښمن يې شميري هغه دا حق ورکوي ، خو زموږ پښتنو ته يې نه ورکوي.

په خپل مينځ کې شخړې ختمي کړئ ، دا زموږ په يووالي کي ډېر غټ خنډ دی ، دننه دا خبره په خپلو کورنو کي عملي کړئ ، او په دې خبره په خپلو کورونو کي زور راولئ چې نور به خپل مينځ کي جګړې نه کوو .

مونږ په لر او بر افغان وطن کې دغه جنګ چي پښتني ميندې پکي بې وسه شوې او د اوښکو قوت يې ختم شو ، مونږ د دغې جنګ خاتمه غواړو ، دا جنګ دې ختم شي ، څوک دی چي په دې کي زموږ ملګرتيا نه کوي ، هغه دې  اوس هم په ځان پام وکړي .

د مسنګ پرسنز په هکله زموږ مطالبه دا نده ، چي رياست دې را خلاص کړي ، زمونږ مطالبه دا ده چې رياست دې عدالت ته پيش کړي ، عدالت دې فيصله وکړي ،که مجرم وي سزا دې ورکړی او که بې ګناه وي نو را خلاص دې کړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance