The news is by your side.

پنجابي پوځ ۲۳ کلن پښتون زلمی شهيد کړ

خبريال وېبپاڼه/ په شمالي وزیرستان کې يو ځل بيا پنجابي پوځ د پښتنو په وينه خپل لاسونه رنګ کړل، د شمالي وزيرستان په دېګان سيمه کې پنجابي پوځ هغه زلمی پښتون شهيد کړی چې د يوه کورني محفل وروسته خپل کورته روان و.

پښتون وژنه دوام لري
د پښتنو سيستماتيکه وژنه د پنجابي پوځ په لاس دوام لري، تر دې وړاندې هم پنجابي پوځ بې ګناه او معصوم پښتانه په شهادت رسولي و، که څه هم پاکستانی پوځ ډېر کله هغه پښتانه له منځه وړي چې د پښتون قوم د ويښولو هڅه کوي خو اوس ورته د پښتون انسان ژوند هېڅ ارزښت نلري، بس پښتون يې په سترګو ښه نه لګي چېرته یې چې لږ ګوښه وويني له منځه یې وړي.

محسن داوړ غبرګون ښودلی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ دغه پېښې ته په ټويټر کې غبرګون ښوولی دی او ويلې یې دي چې خلک مو په بې رحمانه ډول د پاکستاني پوځ په لاس په وينو کې سره شول.

پاکستانی پوځ په داسې حال کې يو بل تنکی پښتون ځوان په شهادت رسوي چې پرون ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ يو ځل بیا د پاکستاني پوځ او ادارې څخه غوښتي چې د پښتنو وژل او ځورول دې پرېږدي.

پاکستانی پوځ د پښتون وژنې لاس نه اخلي

ښکاري داسې چې د پاکستان پوځ نیت نلري چې د پښتون وژنه ودروي، پاکستانی پوځ د پښتنو هېڅ معقولې غوښتنې ته غاړه نه ږدي، دوی غواړي پښتانه بې سواله بې ځوابه هر وخت یې چې زړه وي ووژني.

دوی پښتانه بې څښتنه بې پوښتنې خلک ګڼي او داسې یې وژني لکه هېڅ چې انسان او بشر نه وي، د پښتنو د استازو هره غوښتنه رد کوي ددې په ځای چې دوی ته غوږ ونيسي دوی ګواښي ددوی پلویان نيسي، شکنجه کوي او په شهادت يې رسوي.

پرون د پښتون ژغورنې غورځنګ په چمن کې د خپلې لویې جلسې په ترڅ کې د پاکستان پوځ ته په ښکاره وويل چې پښتانه نور متحد دي، پاکستانی پوځ باید د پښتنو خبرې ته غوږ کېږدي ددوی د وژلو او ځورولو لاس واخلي.

خو د پاکستاني پوځ په عقيده کې پښتون د ژوند حق نلري، پښتون باید تر هغه ژوندی وي تر کومه چې د پاکستاني پوځ زړه وي، د پښتنو مشرانو غوښتنو ته د پاکستاني پوځ ځواب دا و چې يو زلمی پښتون يې په شهادت ورساوه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.