The news is by your side.

روسیه کې هېڅوک دوهم ځلې کورونا ويروس نه‌دي نيولي

  خبريال وېبپاڼه/ د کورونا ويروس په هکله يوه ترټولو جدي اندیښنه داوه او په نسبي ډول اوس هم شته چې ايا دغه ويروس به ددوهم ځل لپاره هم يو کس ونيسي، خو اوس ترډېره څېړنې ښيي چې د يوه کس دوهم ځل په کورونا ويروس اخته کېدل ډېر نادر دي.

په روسیه کې دوهم ځلي پیښه نشته
د روسیې د انسان د روغتيا ساتنې اداره وايي چې په روسیه کې هېڅ ډول پېښه نه‌ ده ثبت شوې چې يو کس دې دوهم ځل د کورونا ويروس ونيسي.

ددې ادارې مشرې انا پوپاو وايی چې په روسیه کې هېڅ دا ډول پېښه نه ده ثبت شوې چې هغه کسان چې کورونا ويروس ته یې ماتې ورکړې وي بيا دا ويروس ونيسي، مېرمن پوپاو زياتوي چې په ټوله نړۍ کې ددا ډول پېښو شمېره چې يو کس دې دوهم ځل کورونا ويروس نيولی وي صرف ۲۴ ده.

ددې ادارې مشره وايي چې په بدن کې د انتي کور کمېدل په دې مانا نه دي چې يو کس دې بيا کورونا ويروس ونيسي، په دې هکله موجوده اندیښنه دا وه چې ويل کېدل هغه کسان چې کورونا ويروس ته یې ماتې ورکړې، ددوی په بدن کې درۍ د بدن ددفاعي سيستم له لوري جوړ شوي ویرس ضد مواد انتي کور صرف درۍ مياشتې د انسان په بدن کې پاتې کېږي.

خو مېرمن انا پوپاو وايي چې درۍ مياشتې وروسته د انسان په بدن کې د ويروس په وړاندې جوړ شوي انتي کور ټول له منځه نه ځي، بلکې یوه اندازه کمېږي چې دا د کورونا ويروس د دفاع لپاره کافي دي.

د بلې خوا بیا مېرمن پوپاو پخپلو خبرو کې زياته کړه چې د کورونا ويروس په وړاندې ټول خلک انتي کور نشي جوړولی، د ډېری خلکو بدن دا کار کولی شي خو د نفوس دوه يا درۍ سلنه کسانو بدن به دا توان ونلري چې د کورونا ويروس په وړاندې انتي کور جوړ کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.