The news is by your side.

هرات کې ۶۵۴ لېټره شراب سوځول شوی

خبریال وېبپاڼه/ په هرات کې امنیتي ځواکونو د ۵۶۴ لېټره شرابو په شمول لسګونه ټنه کیمیاوي او الکولي توکي سوځولي دي.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند علاالاحد ولي زاده وايي، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ۶۵۴ لېټره شراب، پريکرسرونه او ۳۶۲۴۹ کيلوګرامه سوډيم کلورايډ وسوځول.

نوموړی زیاتوي، مواد په تېرو دوو وروستیو کلونو کې په هرات ښار او ولسوالیو کې د پولیسو د عملياتو په نتيجه کې نيول شوي وو.

د معلوماتو له مخې، د دې موادو د قاچاقو په تور د څلورو بهرنيانو په ګډون ۴۳۵ تنه هم نيول شوي دي.

حکومت د شرابو مخنیوی نه دی کړی

که څه هم د هېواد دیني عالمان په وار وار له حکومته غوښتي چې د شرابو د پلور مخه ونیسي، خور تر اوسه په دې برخه کې کم پرمختګ نه دی شوی او تر دې چې په یو شمېر ښارونو کې خپله دولتي چارواکي په تېره د امنیتي ارګانونو مسوولین شراب پلورونکو سره د اړیکو په درلودلو تورن بلل شوي دي.

د هېواد دیني عالمان وايي، چې د داسې چارو ترشا په لوړه کچه چارواکي لاس لري او په تور يې نيول کېدونکي کسان ژر خوشې کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.