The news is by your side.

پاکستان لا هم افغان جلغوزي په خپل نوم نړۍوالو بازارونو کې پلوري

خبریال وېبپاڼه/ پکتیا کې د جلغوزو سوداګر او پلورنکي وايي، که څه هم سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي، خو اندېښنه ښيي چې لا هم افغان جلغوزي د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته صادرېږي.

دوی زیاتوي، که څه هم پاکستان ته د جلغوزو د قاچاق مخه تر ډېره نيول شوې، خو بيا هم يوه اندازه جلغوزي دغه هېواد ته په قاچاقي ډول وړل کېږي او پاکستان يې بيا په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادروي.

د جلغوزو پلورونکي وايي، د مناسب بازار د نشتون له امله خپل جلغوزي پاکستاني تجارانو ته په کمه بیه ورکوي او یا په قاچاقي ډول دغه هېواد ته وړل کېږي او هغوی یې بیا په خپل نوم چین او نورو هېوادونو ته صادروي.

د هغوی په وینا، په پاکستان کې هم هر کال د جلغوزيو نرخونه په دستوري ډول را لويږي، چې د پاکستان سوداګر له افغان سودا ګروڅخه په نيمه بيه پېري او بيا يې د چين هيواد ته د پاکستان په نوم وړي.

سوداګر پر افغان حکومت نیوکه کوي چې وچو مېوو په ځانګړي ډول د جلغوزیو بازار موندنې ته یې پاملرنه نه ده کړې او نه هم به دې برخه کې کوم نړۍوال سوداګریز تړون لري چې افغان جلغوزي د افغانستان په نوم په لوړه بیه وپلورل شي.

بل خوا د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې په پکتیا کې د جلغوزو د پروسس او بسته بندۍ د شرکت کارونه بشپړ شول، چې پاکستان ته د جلغوزو د غیرقانوني لېږد په برخه کې به موثر تمام شي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مشر ناصر عالمیار زیاتوي، چې په دغه شرکت کې زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په کلني ډول به ۶۰۰۰۰ ټنه جلغوزې بسته بندي شي.

د هغه په خبره، سږ کال په دغه ولايت کې جلغوزو څه باندې ١٣زره مټريک ټنه حاصل ورکړی چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.

چارواکي مني چې لا هم افغان جلغوزي پاکستان ته په قاچاقي توګه وړل کېږي، خو ډاډ ورکوي، چې په کور دننه د جلغوزو د پروسس مزکزونو په جوړېدو سره به دا ستونزه هواره شي.
خوست، پکتيا او پکتيکا هغه ولايتونه دي چې زياته برخه يې غرونو نيولې او ټول غرونه يې د جلغوزيو په ونو پوښل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.