The news is by your side.

د ارګ او ولسي جرګې جنجالونه؛ رحماني له ولسمشر سره ګوري

خبریال وېب پاڼه/ د ارګ او ولسي جرګې د غړو تر منځ د جنجالونو په درشل کې د ولسي جرګې رٸیس میر رحمان رحماني له ولسمشر سره ګوري.

ټاکل شوې چې د جرګې د پلاوي او ولسمشر تر منځ د راتلونکي عمومي غونډې وروسته، به جرګه پرېکړه وکړي چې پاتې نوماند وزیرانو ته څه وخت رایه اچونه ترسره کړي.

د جرګې له یو جنجالیزو بحثونو په خواله رسنیو کې د سلو وکیلانو خپور شوی نوملړ دی، چې ویل کیږي د امنیت شورا له لوري مایشتنۍ پیسې اخلي، خو امنیت شورا دا اوازې رد کړې.

په ورته مهال ولسي جرګه حکومتي بنسټونه او په ځانګړې توګه ارګ د پیسو په حیف او میل تورنوي، په هم مهاله توګه د ولسمشرۍ ماڼۍ له لومړي مرستیال امرالله صالح غواړي چې پر وکیلانو د فساد لګولي تورونه د شواهدو او اسنادو پر اساس وروستي او ثابت کړي. او دوی ته پر فساد ککړ وکیلان هم ور په ګوته کړي.

یادې جرګې تېره اوونۍ د صالح د څرګندونو په غبرګون چې وکیلان یې په مالي فساد تورن کړل، جرګې یې په غبرګون کې شپږ نوماند وزیرانو ته د رایې اچونې ناسته لغوه کړه او تر اوسه یې په اړه پرېکړه نه ده کړې. صالح د جنېوا په کنفرانس کې د ولسي جرګې غړي پر مالي فساد تورن کړي وو.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني بیا پر صالح توندې نیوکې وکړې، چې د صالح په مشرۍ زرغون بهیر یو بهرني هېواد پورې تړلی سازمان دی او صالح یې په ځواب کې وویل، چې ولسي جرګې ته درناوی لري خو ټول وکیلان ملایکې نه دي، له هغې را وروسته د ارګ او جرګې تر منځ اړیکې خړې شوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.