روحاني: د ایران اټومي ساینسپوه اسراٸیلو وژلی
خبریال وېب پاڼه/ د ایران ولسمشر حسن روحاني نن شنبه د ایران د اټومي پلار د وژلو په غبرګون وویل، اسراٸیل د ایران د اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده د وژلو مسؤول دی.
بل لور بیا ایراني چارواکي ګوتڅنډنه کوي، چې د فخري زاده د وژلو بدل به حتماً اخلي.
محسن فخري زاده پرون(جمعه) د نا معلومو وسله والو له لوري د ایران په تر ټولو خوندي دماوند ښار کې په ډزو ووژل شو.
له دې پېښې وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني، د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر لوړ پوړي چارواکي یې د فخري زاده د ترور ګوته اسراٸیلو ته نیسي.
ایراني رسنۍ وایي، وسله والو لومړی یو موټر ته چاودنه ورکړه او وروسته یې د فخري زاده موټر ته اور ورته کړ. د راپورونو له مخې په دې پېښه کې د فخري زاده ځینې ساتوونکي هم وژل شوي، فخري زاده بیا په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله مړ شو.
محسن فخري زاده د ایران د هستوي برنامو پلار بلل کېده او د ایران هستوي فعالیتونه د فخري زاده له لوري مدیریت او پر مخ وړل کېدل.
اتومي پروګرام په هکل څرګندونو په مهال په ځانګړي ډول د محسن فخر زاده نوم اخيستی و.
اسرايل د ايران او غرب د اړيکو د خرابۍ هڅه کوي.
په داسې حال کې چې اسریلو په سپينه مانۍ کې خپل ترټولو خواخوږی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لاسه ورکړ اوس وېره لري چې جوبایډن به بېرته د ايران سره توافق عملي کړي کوم چې أوباما ورسره کړی و.
له همدې کبله اسرايل غواړی په پارونکو کړنو سره ایران هم وپاروي او ترڅنګ یې ورسره هم مهال نړيوال قدرتونه وپاروی او د ايران سره د اړيکو د نورمال کولو امکان له منځه يوسي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.