خبریال وېب پاڼه/ د کندهار فرصت ښوونيز مرکز شاوخوا ١١٥ تنه زده کوونکي له کمپيوټر زده کړو څخه فارغ کړل، چې ياد پروګرام د درې مياشتو معياري تدريس وروسته څخه بشپړ او زده کوونکو یې اسناد تر لاسه کړل.
د دې پروګرام په پوره کولو سره د زده کوونکو څخه ازموينه واخيستل شوه او د ازموينې د نتيجې په صورت کې نن سلګونه زده کوونکو ته د فراغت غونډې په جوړولو سره اسنا ورکړل شو، چې ګڼ شمېر چارواکو، ځوانانو، قومي مخورو، علما کرامو، والدينو او زده کوونکو یې د فراغت په مراسمو کې ګډون کړی و.
د دې پروګرام په بشپړېدلو سره ياد زده کوونکي کولای شي، چې خپلې لومړنی ستونزې ېې حل کړي.
د کندهار فرصت مرکز ولايتي مسؤول د پيليزي وينا په کولو سره ياد ښوونیز مرکز د بهر ميشتي افغان سوداګر شوکت زماني په پيغام ويلو سره ولس ته ژمنه ورکړه، چې موږ به خپلو علمي فعاليتونو او د بې چاره هېوادوالو لپاره خپلې علمي هڅې لا ګړندی کړو.
د يادې غونډې په برخه کې علما کرامو، ځوانانو، قومي مخورو او والدينو په نوبت سره وينا وکړه او د یاد ښوونیز مرکز له بنسټګر شوکت زماني څخه يې مننه وکړه، چې زموږ بچيو ته يې د زده کړو زمينه مساعده کړې ده.
د کندهار فرصت ښوونيز مرکز ادارې مسؤولین وایي، هڅه کوي، تر څو خپلو علمي فعاليتونو ته ادامه ورکړي او د یاد مرکز له بنسټګر څخه د کندهار د ولس په استازولي مننه کوي، چې کندهار مېشتو، غريبو، بې وزلو او لا چارو زده کوونکو ته يې د زده کړو زمينه مساعده کړې ده.
دوی وایي، کندهار به کندهار شي او يو ځل بيا به د ادب د ستورو کور شي.
کندهار کې فرصت ښوونیز مرکز بې وزلو او غریبو کندهاریانو، ته د انګلیسي، کمپیوټر او دیني برخه کې وړیا زده کړې ورکوي او تر دې دمه یې سلګونه زده کوونکي پر عصري زده کړو سمبال کړي.