The news is by your side.

د چارواکو او خلکو د‌‌ غلا توپیر

خبريال وېبپاڼه/ په ټولنيزو رسنيو د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د خلکو له لوري د یوه دارالمعلمین د چور په هکله ګرم بحثونه روان دي، څوک خلک ګرم بولي څوک وايي دا یې له چارواکو زده کړل.

ريښتيا د چارواکو غلا د دهراود د خلکو له غلا سره د پرتلې وړ ده؟ فکر کولی شئ چې د دهراوود ولسوالۍ د دارالمعلمین ورونه او مېزونه به د هغه غلاوو سره د پرتلې وړ وي چې چارواکي یې کوي.

د مثال په ډول د کورونا ويروس په پيسو کې چارواکو او مسؤلینو یو ترموز په پینځه زره افغانۍ حساب کړی و، يانې دوی ترموز چېرته په ۵۰۰ افغانۍ اخيستی او ۴۵۰۰ افغانۍ یې جېب ته اچولي دي.

يا په امريکا کې د افغانستان سفيرې داسې دېوال جوړ کړی چې خلک ورته حیران دي چې دا دچین دېوال دی که کوم بل څه هنر لري، ځکه په امريکا کې د افغانستان سفيرې په يو نيم ميليون ډالر يو دېوال جوړ کړی دی، په دې پيسو د سفارت ترڅنګ هغه ډول بله ودانۍ رانيول کېده، خو مېرمنې سفيرې دا صرف د یوه دیوال لپاره د دولت به بودیجې اخيستې دي.

لوی غلا کوونکي خلاصې تڼۍ ګرځي
په دې ليکنه کې زما موخه دانده چې ګواکي وښیم د ارزګان خلکو بد کار نه دی کړی، د خلکو غلا پخپله لوی بد او شرم دی، خو غواړم په دې اړوند د ځينو خلکو پام راواړوم چې د چارواکو غلاوې خو ددې خلکو د چور څخه ډېرې لویې او علني دي، دوی ته څوک ولې غبرګون نه ښيي.

نن سبا په ټولنيزو رسنيو کې ان د ملت او خلکو سپکاوی پيل کړی دی او په هېواد کې د ټولو ناخوالو بېل یې په دوی پسې ليکلی دی، خو دې ته بايد پام وشي چې اشراف او چارواکي د دهراود د پیښې څخه ډېرې لویې غلا ګانې کوي، خو هېڅوک هېڅ نشي ورته ويلي.

هېڅوک په امریکا کې د افغان سفيرې څخه نشي پوښتلي چې ولې يې د خلکو د پيسو سره دا خيانت وکړ، د خلکو پيسې ځکه ورته وايم چې حکومت دلته د خلکو څخه ماليه اخلي، بهرنۍ مرستې د خلکو لپاره او د خلکو په نامه کېږي، رويا رحماني د خلکو له پيسو دومره لويه غلا وکړه چا یې هېڅ ونه کړل، نه محکمه شوه او حداقل د دندې څخه هم لرې نشوه.

خلک د همدې چارواکو له لوري په دې فقر محکوم شوي، د خلکو په پيسو دا چارواکي عيش کوي، تر ځانونه يې دېوالونه تاو کړي کورنۍ یې په بهر کې ژوند کوي او خلک دلته د پاڼ او پړانګ ترمنځ پاتې دي، که حساب کېږي اول بايد د اشرافو سره وشي چې څو محدودو یې ددې هېواد ټولې سرچينې وخوړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.