The news is by your side.

دفاع وزارت د ۷۴ طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا کوي

خبریال وېبپاڼه/ ملي دفاع وزارت وایي، د امنیتي ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې، چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله، ۵۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي، دا عملیات تېره شپه د هرات په کوهستان، د ارزګان په ګیزاب، د هلمند په ناوې، نهر سراج او نادعلي، د کندز په امام صاحب او د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، په دې عملیاتو کې یوه اندازې وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانانو د سولې غوښتنه په جګړه ځوابېږي

په دوحه کې د سولې خبرو مبهم برخلیک او په هېواد کې روانې جګړې عام افغانان سخت اندېښمن کېږي او د هېواد او ځان د راتلونکي هیلې د خوب او خیال په توګه ویني، ځکه له یوې خوا طالب د امتیاز اخیستو لپاره په یوه موزه کې دواړه پښې ورکړي او د سولې خبرې نه پیلوي او له بلې خوا د غني حکومت د واک تندې په سر اخیستی او د افغانانو په وینو سیاست کوي.

د دې هر څه زیان یوازې عام افغانان ویني، هره ورځ وژل کېږي، ځورول کېږي، شتمني یې لوټ کېږي، مکتب، پُل، پلچک او روغتون یې نړېږي او په یو ډول له انساني او ټولنیزو حقونو د محرومیت لور ته روان دي.

بل خوا امریکا تازه د لسو هغو ولایتونو له اډو خپل سرتېري ایستلي، چې هلته د جګړې لمن تر ښارونو پورې رسېدلې ده او اکثره ولسوالۍ یې له سقوط سره مخ دي.

که څه هم افغان حکومت وايي، چې ۹۴ سلنه عملیات افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه کوي، خو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو د ناټو ترڅنګ عام افغانان هم اندېښمن کړي، چې هسې نه هېواد بیا د جګړو په مرکز بدل نه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.